د راډیولپاره ښه غږ څه ډول وي؟ کارپوهان پرې غږیږي

ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ دخلکو خوښیږي او د ځینو نورو ېې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږڅنګه کیداې شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډمي یوه مسوله مدیره کیتی لوګن پدې هکله هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو ېې زیات شمیرخلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږیږي.

د ډیرو په زړه پورې راډیويي غږونو په اړه د راډیو ټایمز یوې وروستۍ سروې کې د بي بي سي راډیو فور دوه تنه کارکونکي، ایډي مییر او کرستي یانګ، چې دواړه له سکاټلیند وو، ترټولو ښه وځلیدل.

ددې  نتیجو له امله  دا فکر راپیداشو چې د غږ دوو تجربه لرونکو روزونکو سره خبرې وکړم اود خلکو د خوښې غږونو اوپه عمومي توګه د راډیو لپاره دغږ د ضروري کیفیتونو په اړه د هغوې نظر معلوم کړم.

پخوانۍ اکټورې(لوبغاړې) کیت لي د ۲۵ کلونو لپاره براډکاسټران(د راډیو یا ټلویزیون ویاندان) روزلي، د بي بي سي، آې ټي ان، او دخبرونو څلورم کانال(چینل فور) په ګډون. ایلزپیت موریسن چې د ټلویزون د مستندو فلمونو پخوانۍ پروډیوسره ده، په لویو راډیويي او ټلویزیونې موسسو کې د کارکولوپه اړه ښه پوهیږي اوپه راز راز لهجوکې اکټورا ن( لوبغاړي) روزي.

د لته هغوې پدې هکله ځینې مسلکي لارښونې اومشورې ورکوې چې د مایکروفون په وړاندې څنګه ښه غږیداې شو:

کیت لي:

’’ آیا دا حیرانونکې ده چې ترټولوبریالي دوه غږونه سکاټلینډي وه؟ فکر کوم موږ تل پوهیدو چې خلک سکاټلینډي غږونه خوښوي. د هغوې غږ یوډول موسیقي لري چې د خلکوخوښیږي.

فکر کوم د ښځولپاره به سخته وي. دا چې ’ د چا غږ ښکلی دی؟’ اکثرا پدې معنا وي چې ’ دچا غږ ژور دی؟’ زیاتره ښځې احساس کوي چې باید په ټیټ غږ اوجذاب ډول خبرې وکړي. که تاسو تل پدې ډول خبرې وکړئ غږ ته به مو زیان ورسیږي.

د راډیو براډکاسټرانو لپاره زما مهمې مشورې:

۱.تاسو غږ نه لرئ، تاسو له غږ نه کار اخلئ. تاسوښايي له هغې اندازې نه چې فکرېې کوئ له خپل غږه سره زیات څه وکولاې شئ. نو، مه ویریږئ.

۲.له هغې اندازې نه چې خلک فکرکوي بروډکاسټینګ ډیره انرژي غواړي. زما دا مکرره مشوره نه خوښیږي، ’ تصور وکړئ چې تاسو له یو شخص سره خبرې کوئ’ لکه داسې چې ډیر زیار ته اړتیا نه لرئ ځکه چې دا شخص همدا اوس همدلته دی.

۳.ځان تود کړئ. ستونی باید ترممکنه حده آرامه وي.’’

ایلزپیت موریسن:

’’ یوډیرښه غږ ترډیره حده د اوریدونکې په غوږ کې دی. زیاتره وتلي او نامتو غږونه د کیفیت له پلوه ښکلي وي، خو ځینې ېې، زما له نظره، له خپل بشپړتوان نه کار نه اخلي او کیداې شي یوڅه  یکنواخته وي.

ښځینه براډکاسټ کونکې، ویاندانې، ترفشارلاندې دي چې باید فکروکړي چې ټیټ غږښه دی، اودا خطر ورته شته چې د شهوتي وینا پرلور وښوییږي. چې البته تل د خبرونو لپاره مناسب ندی.

زه احتمالا د بیلابیلو نسلي حساسیتونوسره دلچسپ لرم. د خپل ویبسایټ د لوستونکو په  اړه د راډیوټایمز ډاټکام سروې، ددې مجلې د دودیزه لوستونکو برخلاف، دیوڅه تداخل سره، بل ډول  لس کسان د لست په سرکې وموندل.

داسې ښکاري چې د ۳۰ کلو نه لږ عمردرلودونکي خلک د زړو خلکو په پرتله د ’ ښکلي غږ’ سره دیره دلچسپ نلري. ما یو وخت د ډرامو د یو ۱۸ کلن زده کونکي سره یوه تجربه وکړه، د شارلټ ګرین د صاف غږ(آهنګ) نه مې کار واخیست چې په سروې کې ېې دویم مقام ګټلی وو، کله چې هغې په راډیو فور کې خبرونه لوستل، او همدا راز دیوتجارتي راډیوسټیشن یو خبرلوستونکي غږمې وکاروه چې یوه څه جرجري(ګزنده) آهنګ ېې درلوده. پداسې حال کې چې ۱۸ کلن زده کونکي ترډیره حده د شارلټ ګرین باس (bass) یا ډډ غږ خوښوه، هغوې احساس کاوه چې دهغه بل خبرلوستونکي څخه ېې ډیر معلومات ترلاسه کول،چې اوچت زیر یا نری غږ ېې درلوده، هغه معمولا دجملې په پاې کې دخپل غږ آهنګ لوړاوه.

 

د میشل حسین’طبیعي’ غږ د کارپوهانو د تایید وړوګرځید.

زما شخصا کوم غږونه ترټولوډیرخوښیږي؟ میشل حسین، د راډیو فور ټوډې خپرونې وړاندې کونکې، د پاکستاني والدینو لور چې په بریتانیا کې ستره شویده. روښانه غږلري، اوپرته له دې نه چې غږېې له غروره ډک ښکاره شي په زړه پورې دی.زه دهغې دخبرو محتویاتو ته غوږ نیسم پرته له دې نه چې غږېې زما پام بلې خواته واړوي.

زه باورلرم چې ستربراډکاسټران زیږي. خو له مرستې سره زیاتره خلک کولاې شي دا مهارت زده کړي چې په خپلو خبروکې پرڅه شي باندې او څرنګه تاکید وکړي.

د راډیو بروډکاسټرانو لپاره زما مهمې مشورې:

۱.په مایکروفون کې چیغې مه وهئ. داسې فکروکړئ  لکه چې په طبیعي ډول یو نژدې کس سره غږیږئ.

۲.په طبیعي ډول تنفس وکړئ- کله چې اړتیا وي اود خولې له لارې- چې وارخطا ښکاره نشئ. لیکلی متن مو په نښه کړئ چئ وښيي په کوم ځاې کې د تنفس لپاره وقفه مناسب ده.’’

 

د کارکونکو ننوتون

لطفا انتظار وباسئ چې موږ وګورو د بي بي سي داخلي شبکې سره ستاسو اړیکه ټینګه شوېده که نه

وبجښئ  ومونشواې کولاې د اړیکې ټینګېدل باوري کړو

  • لطفا وګورئ چې د بي بي سي داخلي شبکې سره مو اړیکه ټینګه شوې که نه
  • لطفا هغه لینک چې د لاسرسي هڅه ورته کوئ، وګورئ چې سم دی که نه
بند یې کړئ او دوام ورکړئ

په بریالیتوب سره مو د اړیکې ټیګېدل باوري کړل

بند یې کړئ او دوام ورکړئ