BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:35 گرينويچ 2009 ,16 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پېښور کې ځانمرګي بريد څلور ووژل
 
پېښور کې نننۍ ځانمرګی بريد
دا د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې پېښور کې شپږم مرګونی بريد دی .
د پاکستان پېښور کې ځانمرګی بريد شوی .

د پېښور د پوليسو يوه شمر لياقت علي خان ويلي بريد هله وشو، چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي د بډه بېرې د ګڼې ګوڼې په سيمه کې د پوليسو مرکز بهر له چاودېدونکو توکو خپل ډک ګاډي وچووه .

پوليس وايي په بريد کې لږترلږه څلور کسه وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان شوي دي .

پوليس وايي ځانمرګی بريد کوونکی له ماشوخېلو سيمې نه راغلی و .

په بريد کې د پوليسو تهاڼې سربېره نژدې نورو ودانيو ته هم دارنه زيانونه اړولي .

تېره ورځ (يکشنبه، د نومبر ١٥ مه) هم د پېښور پشتخرې د تلاشۍ مرکز ته څېرمه ځانمرګي بريد يوولس کسه ووژل او شلو ډېر نور يې ټپيان کړل .

دا د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې پېښور کې شپږم مرګونی بريد دی .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
پېښور کې چاودنې ٢٤ کسه ووژل
11 نومبر, 2009 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت