BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:54 گرينويچ 2009 ,16 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اوباما: امريکا او چين '' د يوبل دښمنان نه دي''
 
اوباما په چين کې
اوباما: (( موږ په هيڅ يوه هيواد د کوم ځانگړي حکومتي سيستم د تپلو په هڅه کې نه يو. خو موږ په دې هم باور لرو هغه ارښتونه چې موږ يې ملاتړ کوو يوازې د امريکا لپاره نه دي .))
ولسمشر اوباما په لومړي ځل چين ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په بيجينگ کې دى .

دا اسيا ته د هغه د روان سفر وروستى پړاوو دى .

هغه دا مهال په شانگهاى کې له محصلينو سره په يوه بحث کې گډون کړى دى. سپينه ماڼۍ د بحث موخه د چين د راتلونکو مشرانو د اندېښنو اوېردل يادوي .

د شانگهاى د ساينس او تکنالوجۍ په موزيم کې جوړ شوى دغه بحث مخامخ د انټرنېټ له لارې هم خپريږي .

ښاغلي اوباما د چين او امريکا تر مينځه د ورته والي او توپيرونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د بيان د ازادۍ په څير ارزښتونه داسې څه وبلل چې په وينا يې په ټوله نړۍ کې شريک دي :

(( موږ په هيڅ يوه هيواد د کوم ځانگړي حکومتي سيستم د تپلو په هڅه کې نه يو. خو موږ په دې هم باور لرو هغه ارښتونه چې موږ يې ملاتړ کوو يوازې د امريکا لپاره نه دي .

زموږ په باور د بيان او مذهب ازادۍ ، اطلاعاتو ته لاس رسى او سياسي مشارکت نړيوال حقونه دي . دغه حقونه بايد د قومي او مذهبي لږکيو په گډون ټولو ته حاصل وي. که دا په امريکا کې وي که په چين او يا کوم بل هيواد کې .))

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت