BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:44 گرينويچ 2009 ,16 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
عراق: د ويښتابه شورا ١٣ غړي ووژل شول
 
عراق کې د ويښتابه شورا غړي
په 2007 کال کې د ويښتابه ډله تر يوه بريده له الانبار نه د القاعدې د ورکولو په برخه کې بريالۍ وه .
عراقي پوليسو ويلي چې د پلازمېنې بغداد په جنوب کې ابو غريب ته څېرمه په
الرضوانيه سيمه کې د عراق د اسلامي ګوند د يوه مشر په ګډون د ويښتابه ډلې ١٣ غړي په ډزو وژلي دي .

پوليس وايي وسله والو د عراقي پوځ په يونيفورم کې ورغلي او ډزې يې پيل کړې دي .

د سرچينې په وينا په وژل شويو کې د پنځو تنو سرونه غوڅ شوي دي .

په سيمه کې يوه چارواکي ويلي وسله والو ګهيځ مهال لومړی پر يوه کور بريد کړی او د الزوبع کورنۍ شپږ کسه يې وژلي او بيا يې پر ولاړو لاريو بريد کړی .

رپوټونه وايي وسله والو تر هغه وروسته په سيمه کې د شيخ عطاء الله الشکر کور ته د تلاشۍ په پلمه ننوتي او د هغه درې زامن او څلور د تره زامن يې له کاله بهر وژلي دي .

وسله وال له بريد وروسته په تېښته بريالي شوي، خو ويل کېږي چې سيمه امريکايي او عراقي پوځيانو کلابنده کړې ده او د لټون هڅې يې روانې دي .

د ويلو ده چې د الشکر کورنۍ، چې په سيمه او الزوبع قام کې ډېره تيت او نفوذ هم لري، له لومړيو هغو کسانو ده چې د القاعدې ډلې پرضد يې د ويښتابه له ګوند سره لاس يوکړی دی .

د سيمې يوشمېر اوسېدونکي ټينګار کوي چې د الشکر کورنۍ وړاندې ګڼ وسله وال وژلي ښايي دا له دوی نه هماغه غچ اخيستل وي .

په عراق کې د ويښتابه ډله چې د سني عربو له قامونو لومړی د ٢٠٠٦ د سپتمبر په نيمايي کې الانبار کې جوړه شوه، چې موخه يې په عراق کې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ځپل وو .

په ٢٠٠٧ کال کې د ويښتابه ډله تر يوه بريده له الانبار نه د القاعدې د ورکولو په برخه کې بريالۍ وه .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
په عراق کې خونړۍ ورځ
08 اگست, 2009 | نړۍ
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت