BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:08 گرينويچ 2009 ,14 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
امريکا د سپتمبر ١١ لويو طراحانو ته اعدام غواړي
 

 
 
خالد شيخ محمد
خالد شيخ محمد چې د القاعدې ډلې له درو جګپوړو چارواکو يو بلل کېده، د 2003 کال په مارچ مياشت کې پاکستان کې وڼيول شو .
د امريکا د عدليې وزير ايريک هولدر ويلي د سپتمبر د ١١ نېټې د بريدونو ادعا شوى اصلي طراح خالد شيخ محمد او له هغه سره څلور نورو د سيسه جوړوونکو ته د مرگ سزا غواړي .

ښاغلي هولدر وويل مشکوک کسان به د گوانتانامو له زندان څخه نيويارک ته ولېږدول شي او هلته به په ملکي محکمه کې محاکمه شي :

((دا لوى جرمونه ول،او زموږ هم چې وس وشي اسانه سزا نه ورته ټاکو. د ثبوتونو او حالاتو تر ارزولو وروسته زه پوره باور لرم چې د دغې پېښې هر تورن ته د مرگ سزا ورکړل شي .))

داسې اټکل کېږي چې د درو پنځو سرو تورنو کسانو محاکمه به د نړيوال سوداګريز مرکز ترڅنګ، چې د سپتمبر په پېښو کې ونړېده، ترسره شي .

په امريکا کې ديموکراتانو د څارنوال هولدر د دې غوښتنې هرکلی کړ ی دی، خو د سپتمبر د پېښې د قربانيانو کورنۍ په دوو ډلو وېشل شوې دي .

خالد شيخ محمد چې د القاعدې ډلې له درو جګپوړو چارواکو يو بلل کېده، د 2003 کال په مارچ مياشت کې پاکستان کې وڼيول شو .

د امريکا د عدليې وزير جنرال اريک هولډر
د امريکا د عدليې وزير ايريک هولد د تېرې جمعې په ورځ يوې خبري ناستې ته وويل چې د پنځو تورنو (خالد شيخ محمد، دوه يمني تورن، يو سعودی او بل کويتی وګړي) به د فدرالي محکمې لخوا محاکمه کړل شي .

نوموړي د تېرکال په دسمبر مياشت کې ګوانتانامو کې د يوې استماعيه ناستې پرمهال پرې ټول تورونه ومنل .

خو داسې استخباراتي اسناد هم ترلاسه شوي، چې نوموړي ګوانتانامو کې د بند پرمهال له سختو شکنجو سره مخامخ شوی او ان د اولاد په وژلو ګواښل شوی دی .

خبري ناسته

د امريکا د عدليې وزير ايريک هولد د تېرې جمعې په ورځ يوې خبري ناستې ته وويل چې د پنځو تورنو (خالد شيخ محمد، دوه يمني تورن، يو سعودی او بل کويتی وګړي) به د فدرالي محکمې لخوا محاکمه کړل شي .

ښاغلي هولدر زياته کړه له اتو کلونو بند وروسته به دغه تورن د محاکمې مېز ته راکاږل شي .

د عدليې وزارت په يوه ويناپاڼه کې ويل شوي چې د تورنو کسانو محاکمه به د 45 ورځو د ننه بشپړه شي .

بل خو د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم په توکيو کې يوې خبري ناستې ته ويلي چې : ((زه باوري يم چې خالد شيخ محمد به د عدالت لخوا سخته سزا وويني .))

د مدني حقوقو مدافعينو د سپينې ماڼۍ دغه پرېکړه پر ځای بللې ده . خو ځينې هغه کسان چي خپلوان يې په دغه بريدونو کي وژل سوي د ګوانټانامو څخه د متحده ايالاتو هيواد ته د دغه کسانو د راوستلو څخه لا هم تراه احساسوي او امريکا ته د را وستلو مخالفت يې کوي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت