|
' د واشنګټن نښه ويشتونکی ' اعدام شو
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا په ويرجينيا کې يو پخوانی پوځي چې اووه کاله وړاندې واشنګټن کې د پټو بريدونو له امله مجرم بلل شوی و، د زهرو پيچکارۍ
له امله مړ شو .
د جان الن محمد د زندان يوه وياند لاري تريلر وويل محمد د خپل عمر په وروستيو شېبو کې هېڅ نه ويل . پر محمد تور و چې ٢٠٠٢ کال کې يې درو اوونيو کې لس کان وژلي وو . ٤٨ کلن محمد له دې امله چې ګني دماغي ناروغي لري، د استيناف محکمې د ځنډولو غوښتنه کړې وه . نوموړي ويلي وو چې په خليج کې د امريکايي جګړې د ماموريت پرمهال دا ناروغي ورته پيدا شوې ده . خو د ويرجينيا ايالت والي بيا د استيناف محکمې غوښتنه رد کړه . نوموړي د چهارشنبې په ګهيځ د ګرينويچ پروخت دوه بجې او يوولس دقيقې زهرجنه پيچکاري ورکړل شوه او ومړ . د امريکا سترې محکمې د تېرې دوشنبې په ورځ د محمد د اعدام د پرېکړې غوښتنه رد کړې وه . محکمې د محمد د يوه ملګري دين هارلورد ميرز د اعدامولو امرهم کړی، چې له محمد سره د وژنو په پېښو کې شريک وو . همدارنګه له ده سره لي بويډ مالوو هم د وژنو په تور مجرم بلل شوی، له دې امله چې نوموړی د بريدونو پرمهال ١٧ کلن و، محکمې يې د عمري بند امر کړی دی . د محمد مدافع وکيلانو ويلي چې نوموړی د خليج د جګړې پرمهال ناروغه شوی دی . جنتن شيلدون ويلي د ډاکټرانو له ازمېښت وروسته په ډاګه شوه، چې نوموړی دوه ډوله دماغي ناروغۍ لري . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||