BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:38 گرينويچ 2009 ,11 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
روسيه د کلاشينکوف ٩٠ مۀ کليزه نمانځي
 
ميخاييل کالاشنيکوف
د نړۍ هر شپږم توپک اوس کالاشنيکوف دى . او يوه شمېره ښيي چې تر سلو ميليونو ډېرو وگړو د ژوندانه په يوه پړاو کې دغې وسلې ته لاسرسى درلودلى دى .
روسيه د هغه چا د زوکړې نوي يم کال نمانځي چې په وسلو کې يې دغه هېواد ته تر ټولو وتلى نوم گټلى دى .

ميخاييل کالاشنيکوف چې د AK- 47 يرغليزې مشينگڼې جوړوونکى دى، په نوي کلنۍ کې هم لا په هماغه فابريکه کې کار کوي چې خپل لومړنى توپک يې په کې جوړ کړ او وايي چې د تقاعد کېدو خيال لا نه لري.

له مسکو نه خبريال ارتيوم ليس په خپل رپوټ کې وايي چې د روسيې تر ټولو مشهوره يرغليزه وسله - AK- 47 دا دى شپيته کاله کېږي چې کارېدو ته وړاندې شوې ده.

د نړۍ هر شپږم توپک اوس کالاشنيکوف دى . او يوه شمېره ښيي چې تر سلو ميليونو ډېرو وگړو د ژوندانه په يوه پړاو کې دغې وسلې ته لاسرسى درلودلى دى .

او دا په حقيقت کې د روسيې ټول نارينه وگړي کېږي، آن هغوى چې هېڅ پوځي خدمت يې هم نه وي کړى .

روسي کارپوهان په دې باور دي چې د کالاشنيکوف د ټولو شتو مشينگڼو شاوخوا نيمايي په ناقانونه ډول توليد شوي دي.
کلاشينکوفونه

په شوروي پېر کې او آن د شوروي اتحاد تر ړنگېدو کلونه وروسته هم، د ښوونځي ټولو زده کوونکو ته د کالاشنيکوف د کارولو او د سمي پاکونې او ساتنې چل ورښودل کېده .

هغوى ته دا هم تشريح کېدل چې AK- 47 ولې دومره شهرت لري. او ځواب داو چې خورا ساده جوړ شوى او په هرډول شرايطو کې بې له ځنډه کار کوي .

له همدې امله، د حيرانتيا خبره نده چې د کلاشنيکوف ټوپکې په نړۍ کې هم منظم پوځونه خوښوي او هم يې اورپکې ډلې کاروي .

روسي کارپوهان په دې باور دي چې د کالاشنيکوف د ټولو شتو مشينگڼو شاوخوا نيمايي په ناقانونه ډول توليد شوي دي .

ميخاييل کالاشنيکوف
ميخاييل کالاشنيکوف چې د AK- 47 يرغليزې مشينگڼې جوړوونکى دى، په نوي کلنۍ کې هم لا په هماغه فابريکه کې کار کوي چې خپل لومړنى توپک يې په کې جوړ کړ او وايي چې د تقاعد کېدو خيال لا نه لري.

لکه چې يوه څېړونکي يادونه وکړه، يواځينى توپير يې "په اندازه" کې دى .

کېدى شي دا ټوپکونه د پاکستان په کومه سمڅه کې جوړ شي او يا د چين په کومه لويه فابريکه کې . خو عجيبه داده چې په روسيه کې د کالاشنيکوف اصلي فابريکه ظاهرا" اوس له ستونزو سره مخامخ شوې ده .

د روسيې يوه محکمه د فابريکې خلاف په يو لړ عريضو غور کوي. د موادو خصوصي چمتو کوونکي وايي چې فابريکې يې پورونه نه دي ورکړي او بايد چې ديوالي اعلان شي .

 
 
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت