BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:26 گرينويچ 2009 ,09 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
برتانيا: موسی کلا نه پرېږدو
 
برتانوي پوځيان افغانستان کې
برتانيا افغانستان کې څه باندې نهه زره سرتېري لري .
په افغانستان کې برتانوي پوځيانو دا راپورونه رد کړي دي چې گواگي دوى د هلمند له موسى کلا ولسوالۍ څخه وزي .

په افغانستان کې برتانوي پوځيانو دا راپورونه رد کړي دي چې گواگي دوى د هلمند له موسى کلا ولسوالۍ څخه وځي.

وړاندې د لوېديځ ځينو مطبوعاتو راپور ورکړى ووچې د برتانېې حکومت د موسى کلا په پرېښودو غور کوي خو لومړي وزير گورډن براون د هغې په اړه تراوسه وروستى تصميم نه دى نيولى .

برتانوي ځواکونو ٢٠٠٧ کال کې د موسى کلا ولسوالي له طالبانو نيولې وه .

په دې ولسوالۍ کې د برتانوي ځواکونو وياند ډيود ويکفليد بي بي سي ته وويل چې موسى کلا دوى ته ډېره مهمه ده او د وتلو پلان يې نشته :

((موږ دغه رپوټونه په ورځپاڼو کې وليدل، چې موږ يې هم هک پک کړو، موسی کلا يو له هغو سيمو ده چې موږ پکې فعاليت لرو او زه تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ له موسی کلا څخه د وتلو هېڅ پلان نه لرو، موږ دلته د هلمند او هلمنديانو د امنيت ساتلو لپاره د موسی کلا په شان سيمو کې پراته يو او له دې سيمو د وتلو هېڅ پلان نه لرو ، په ځانګړې توګه مهم ځايونه لکه موسی کلا، سنګين، ګرشک، لښکرګاه، نادعلي او باباجي هغه سيمې دي چې موږ پکې له هلمنديانو سره د مرستې په هدف دېره يو او هېڅ پلان نه لرو چې له دغو سيمو ووزو . ))

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت