BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:43 گرينويچ 2009 ,09 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پېښور کې ځانمرګی بريد شوی
 
پېښور کې د پخواني ځانمرګي بريد عکس
تېره مياشت د پېښور پيپل منډويي په يوه مارکېټ کې دې ته ورته ځانمرګي بريد د ١١٨ کسانو ژوند واخيست او سلګونه نور يې ژوبل کړل .
د پاکستان په شمال لوېديځ پېښور ښار کې ځانمرګي بريد درې تنه وژلي او پنځه نور ټپيان دي .

بريد نن سهار شاوخوا لس بجې د رينګ روډ پتنګ څلورلارې کې د ريکشا په وسيله شوی .

تېره ورځ هم پېښور ښار ته څېرمه يوه ځانمرګي بريد ١٣ کسه ووژل او تر دېرشو ډېر نور يې ژوبل کړل .

تر اوسه د بريد پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې .

تېره مياشت د پېښور پيپل منډويي په يوه مارکېټ کې دې ته ورته ځانمرګي بريد د ١١٨ کسانو ژوند واخيست او سلګونه نور يې ژوبل کړل .

د پاکستان حکومت د دې ډول بريدونو پړه تل د اورپکو پرغاړه اچوي .

تر دې وړاندې په پاکستان کې پوليسو د داسې يوه کس د ويشتلو او وژلو خبر ورکړى و چې د دوى په خبره شک کېده چې په پلازمېنه اسلام اباد کې پر يوې امنيتي پوستې يې بريدکاوه .

بريد کړونکى له هغه وروسته وويشتل شو چې امنيتي پوستي ته د ورنژدې کېدو په ترڅ کې يې د ودرېدو خبرداري ته پام ونه کړ.

د اسلام اباد د پوليسو يو چارواکي جنرال کليم امام خبريالانو ته وويل يو شمېر نور شکمن ترهگر هم پلازمېنې ته ننوتي دي :

((د وزيرستان د روانو عملياتو په لړ کې موږ ته گڼ استخباراتي راپورونه رارسېدلياو تاسو پوهېږئ چې موږ يو شمير ترهگر نيولي دي. يوازې په اسلام اباد کې تر ٧٢ زيات ترهگر نيول شوي چې يو شمېر ځانمرگي بريد کوونکي هم پکې دي . چې دا يې يو بل دى. ))

له کابو درو اوونيو راهيسې پاکستان جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمو کې د اورپکو او القاعدې پروړاندې سخت پوځي عمليات پيل کړي چې د ګڼو اورپکو د وژلو ادعاوې يې هم کړې دي .

امريکا او برتانيا وايي چې ترهګرو اوس پاکستان کې خپل فعاليتونه زيات کړي دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت