BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:49 گرينويچ 2009 ,08 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
جاپان د امريکايي اډې پرضد لاريون وکړ
 
جاپان کې لاريون کوونکي
لاريون کوونکو د امريکايي پوځي اډې د سملاسي بندولو غوښتنه کوله .
زرګونه جاپانيانو په دغه هېواد کې د امريکايي پوځي اډې د بندولو غوښتنه وکړه .

کابو دېرش زره جاپانيان د لاريون په توګه واټونو ته راووتل او دپه اوکيناوا ټاپو کې يې د امريکا د هوايي اډې د بندولو غوښتنه کوله .

خو يوه جاپاني جګپوړي چارواکي ويلي چې لاهم له ولسمشر اوباما سره د پوځي اډې د جوړولو پر پرېکړه نه دي سلا شوي .

د اوکيناوا ټاو د ګينوان ښار اوسېدونکو غوښتل چې د امريکا دغه پوځي اډه دوی ځوروي، امريکايي پوځيان جرمونه ترسره کوي او د الوتکو له پورته کېدو تر پزې راغلي دي .

ټاکل شوې وه چې ولسمشر اوباما د تېرې جمعې په ورځ جاپان ته په يوه رسمي سفر تللی وای، خو د ټکزاس پېښې له امله د هغه سفر وځنډول شو او ښايي چې نن ناوخته جاپان ته ولاړ شي .

بل خوا د جاپان د بهرنيو چارو وزير کاتوسيا اوکادا له جاپاني لومړي وزير يوکيو هاتوياما سره په خبرو کې ويلي چې په اوکيناوا ټاپو کې به د امريکا پوځي اډې جوړولو ته زړه ښه نه کړي .

امريکايي الوتکې په جاپان کې
په اوکيناوا امريکايي پوځي اډه کې کابو ٤٧ زره امريکايي پوځيان مېشت دي .

اواکادا دا هم ويلي چې د دې مسالې د څېړلو او غور لپاره دواړه هېوادونه کافي وخت ته اړتيا لري .

د تېر اکتوبر په مياشت کې توکيو ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير رابرټ ګېټس په خپل سفر کې ويلي وو چې له توکيو سره د ٢٠٠٦ کال تړون ته درناوی لري، چې له مخه يې د فيوتينما پوځي اډه تړل کېږي خو په دې شرط چې تر ٢٠١٤ کاله به دغه اډه د اوکيناوا ټاپو کومې بلې سيمې ته لېږدول کېږي .

په اوکيناوا امريکايي پوځي اډه کې کابو ٤٧ زره امريکايي پوځيان مېشت دي .

دغه ټاپو له پلازمېنې توکيو نه شاوخوا ١٦٠٠ کيلومتره ليرې پروت دی، چې د دويمې نړيوالې جګړې پرمهال د جاپان د امپراتورۍ او ټلوالې ترمنځ پکې سخته خونړۍ جګړه هم شوې وه .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت