BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:04 گرينويچ 2009 ,01 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کلنټن د چټکو خبرو اترو غوښتنه وکړه
 
هيلري کلنټن له نتنياهو سره
کلنټن دواړه غاړې چټکو خبرو ته راوبلل .
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هېلري کلنټن په بيت المقدس کې ده، او هلته يې د اسراييلو د دفاع وزير ايهود باراک او خپل اسراييلي انډول (اوېګډور لېبرمان) سره له خبرو ورسته د دغه هېواد له لومړي وزير (بنيامين نتنياهو) سره وکتل .

مېرمن کلنټن په دې کې پاتې راغله چې فلسطينيان يا اسراييليان په خپلو دريځونو کې په نرمښت يا بدلون قانع کړي .

اسراييليانو تر اوسه د يهودي مېشت ځايونو د کنګلونې خبره رد کړې، په داسې حال کې چې فلسطينيان وايي تر هغه به خبرې پيل نه کړي چې د مېشت ځايونو جوړونه نه وي کنګل شوې .

د امريکا په بهرنيو چارو وزارت کې د بي بي سي خبرياله کېم غطاس له مېرمن کلنټن سره په سفر کې ملګرې ده چې وايي :

((دا منځني ختيځ ته د هيلري کلنټن يو بيړنۍ خو يو مهم سفر دی. دې لومړی په ابو ظبۍ کې د فلسطينيانو له مشر محمد عباس سره خبرې وکړې، او بيا بيت المقدس ته لاړه چې له اسراييلي چارواکيو سره وګوري .

د دې دغه سفر له څو اوونيو سياسي ګدوډيو وروسته ترسره کېږي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو چارواکي موږ ته وويل چې د بهرنيو چاور وزيرې سفر کولی شي د احساساتو په سړولو کې مرسته وکړي، او دواړه خواوې دې ته راوبولي چې پر خپلو دندو او مسوليتونو پام راغونډ کړي .

محمود عباس
دا منځني ختيځ ته د هيلري کلنټن يو بيړنۍ خو يو مهم سفر دی. دې لومړی په ابو ظبۍ کې د فلسطينيانو له مشر محمد عباس سره خبرې وکړې، او بيا بيت المقدس ته لاړه چې له اسراييلي چارواکيو سره وګوري .

ښايي مېرمن کلېنټن د کوم پرمختګ هڅه نه کوله، خو دا غوښتنه يې درلوده چې د شاتګ پر ځای د سولې بهير د مخ پر وړاندې خوځښت په اړه، که ډېر ورو هم وي، ډاډمنه شي، او د دې خبرې د پخلي هڅه هم وکړي چې دواړه خواوې په رښتيا هم خبرې روانې وساتي، ځکه کله چې خبرې درېږي، بيا د اخ وډب پېښو پيل ته لار اسانه هوارېږي .

يو امريکايي چارواکي دا خبره هم وکړه چې مېرمن کلېنټن په خپلو کتنو کې پر هغو نظرونو هم بحث وکړ چې د سولې بهير په پيلېدو کې مرسته کولی شي او دا چې وګوري د دواړو خواوو د لا نژدې کولو لپاره کومه لار شته که څنګه؟

خو اوس د دې کومه نښه نه ليدل کېږي چې فلسطينيان او يا هم اسراييليان د خپلو دريځونو پر سر جوړجاړي ته چمتو دي .

د مېرمن کلنټن دغې ليدنې معنا ښايي دواړو خواوو ته يو داسې پيغام هم وي چې د امريکا اوسنۍ اداره به تر هغه د هڅونې هلې ځلې روانې ساتي چې د لانجې د دواړو غاړو ترمنځ خبرې پيل شي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت