|
هيلري کلنټن اسلام اباد ته ورسېده
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته په خپل درې ورځني سفر تللې ده .
ټاکل شوې ده چې آغلې کلنټن به په خپل دغه سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو نوې پاڼه پرانيزي . دا پاکستان ته د هيلري کلنټن د بهرنيو چارو د وزيرې په توګه لومړی رسمي سفر دی . ويل کېږي مېرمن کلنټن به د پاکستان له پوځي او مدني مشرانو سره خبرې اترې وکړي . په دې وروستيو کې د پاکستان او امريکا ترمنځ سياسي اړيکي څه ناڅه خړپړ شوي ول، چې اوس داړه هېوادونه غاړي بېرته يې له سره ورغوي . پاکستان ته د امريکا د بهرنيو چارو وزيره داسې مهال سفر کوي، چې په دغه هېواد کې پوځ د طالبانو پرضد پراخه عمليات پيل کړي دي . پاکستان او امريکا وايي چې د القاعدې او پاکستاني اورپکو ډلې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې پټنځايونه لري . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||