BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:02 گرينويچ 2009 ,21 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پاکستان : د طالبانو پټنځايونو ته نژدې يو
 
پاکستاني پوځيان
پاکستان وايي چې په روانو عملياتو کې يې تر اوسه ١٠٠ وسله وال وژلي او د دوی ١٣پوځيان هم وژل شوي دي .
د جنوبي وزيستان په قبايلي سيمو کې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ په څلورمه ورځ هم نښته روانه ده .

پاکستاني پوځ وايي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو دوو مهمو پټنځايونو (خيسوره او کوټکي) ته نژدې شوي دي .

دغه دواړې سيمې د پاکستاني طالبانو مهم پټنځايونه ګڼل کېږي .

پوځ وايي چې دغو سيمو ته څېرمه پر جګو غرونو يې کنټرول خپل کړی .

دوی وايي چې د پاکستاني طالبانو يو مشر حکيم الله مسعود همدلته اوسېږي .

له تېرو څلورو ورځو راپدېخوا پرجنوبي وزيرستان له ځمکني او هوايي بريد راپدېخوا کابو ١١٠ زره کورنۍ خپلو سيمو پرېښودو ته اړايستل شوې چې ډېری يې دېره اسماعيل خان ته کډه شوي دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ داسې رپوټونه ورکړل شول، چې پاکستاني پوځ د هوايي او ځمکمني ځواک په ملتيا د لنډمهال لپاره کوټکۍ نيولې وه، خو طالبانو بېرته ترېنه ونيوه .

بيا د تېرې سه شنبې په ورځ وسله والو طالبانو د پوځ پر پوستې بريد وکړ، او اووه پوځيان يې ورووژل .

پاکستان وايي چې په روانو عملياتو کې يې تر اوسه ١٠٠ وسله وال وژلي او د دوی ١٣پوځيان هم وژل شوي دي .

پاکستان وايي چې په دغو قبايلي سيمو کې لس زره طالبان پټ دي، چې دوی يې د مبارزې لپاره ٢٨ زره پوځيان ګمارلي دي .

کارپوهان وايي چې په قبايلي سيمو کې لسګونه زره اورپکي دي، چې زياتره يې د منځنۍ اسيا او عربي نړۍ جنګيالي دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت