|
ايران د سيستان بريد پړه پرپاکستان واچوله
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په داسې حال کې چې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد پر پاکستان تور لګولی، چې د سيستان بريد په سنبالښت کې د پاکستان لاس و، پاکستان
د ايران دا تور رد کړی دی .
تېره ورځ د ايران په سيستان ايالت کې د ايران د انقلابي ساتونکي ځواک پر پوځي قوماندانانو او قامي مشرانو بريد وشو، چې له امله يې د جګپوړو قوماندانانو په ګډون تر څلوېښتو ډېر کسان ووژل شول . د ايران ولسمشر پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې په بريد کې تورن کسان ونيسي او ايران ته يې وسپاري : ((زه د پاکستن له حکومته غواړم چې د دغه جنايت د اصلي تورنو په سپارلو کې ځنډ ونه کړي، هغه چې پاکستان ته تللي . موږ خبر يو چې له بده مرغه ځينو افسرانو له دوی سره په پاکستان کې مرسته کړې ده .)) خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند له پاکستاني رسنيو سره ويلي چې : ((پاکستان د ايران د ننه په ترهګريزو فعاليتونو کې هېڅ ښکېل نه دی، بلکې موږ دا ډول وحشيانه عمل غندو .)) د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني هم د سيستان دغه بريد غندلی دی . امنيتي عناصر
د ايران رسمي (فارس) خبري اژانس د ولسمشر محمود احمدي نژاد له خولې خبر ورکړی، چې : ((داسې معلومات رارسېدلي، چې د تېرې يکشنبې ورځې په بريد کې د پاکستان د امنيتي عناصرو لاس و، موږ حق لرو چې له پاکستاني چارواکو څخه د تورنو کسانو د راسپارلو غوښتنه وکړ و . )) خو د پاکستان ولسمشر ايران بايد د دې تور په اړه خپل وخت ضايع نه کړي، چې ګني په دغه بريد کې پاکستاني عناصرو لاس درلود . پر واشنګټن تورونه ايران د سيستان تر بريد وروسته واشنګټن او برتانيا هم په دغه بريد کې ښکېل وبلل . د فارس خبري اژانس د اعلاميې له مخې ويلي وو چې په دغه بريد کې د هغو سترو ترهګرو ډلو لاس و، چې امريکا او د هغې پلوۍ برتانيا يې ملاتړ کوي . ايران د دغه بريد د غچ اخيستو ګواښ هم کړی دی . |
ورسره تړلي نور خبرونه
ايران: چاودنې جګپوړي پوځي قوماندانان ووژل18 اکتوبر, 2009 | خبرونه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||