|
کلنټن پر ايران د نوي بنديز د ملاتړ هڅه کوي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن د خپل اروپايي سفر په وروستي تمځي مسکو کې ده .
آغلې کلنټن به د روسيې له ولسمشر ديمتري مدويديف او د باندنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره وګوري . هيلري کلنټن تر دې وړاندې د اروپا شپږو هېوادونو ته سفر کړی و . تمه کېږي چې هيلري کلنټن به د ايران د اټومي فعاليتونو او اټومي وسلو د خورولو پرضد د روسي چارواکو د ملاتړ خپلولو هڅه وکړي . د تېرې يکشنبې په ورځ آغلې کلنټن ايران وګواښه که چېرې تهران خپلو اټومي وسلو سنبالولو ته دوام ورکړي، نړۍ به يې پروړاندې لاس ترزنې کښېنه ني . خو ايران هر وخت نارې وهي چې دغه اټومي فعاليتونه يې د سوله ييزو موخو لپاره دي .
بنديزونه
په مسکو کې د بي بي سي خبريال ريچرډ ګالبين وايي چې روسيې ته آغلې کلنټن داسې مهال سفر کړی، چې په دې وروستيو کې د روسيې او د امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ اړيکي خړپړ شوي دي . خو ولسمشر اوباما د خپل واک په لومړيو کې د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو ښه کولو غوښتنه کړې وه، چې په دې موخه يې په تېر جولای مياشتې کې له خپل روسي سيال سره ليده کاته هم درلودل . امريکايي چارواکي وايي چې د اوباما اداره له روسيې نه غواړي چې د ملګرو ملتونو د امني شورا لخوا پر ايران د نيو بنديزونو د ملاتړو له ډلې سره يوځای شي او يا لږترلږه د بنديزونو د لګولو مخالفت ونه کړي . ملګرو ملتونو ګواښ کړی و که چېرې ايران د روان کال تر پايه د يورانيمو د بډايولو پروسه ونه دروي، نو نوي اقتصادي بنديزونه به پرې ولګوي . روسيه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې دايمي غړيتوب لري . |
ورسره تړلي نور خبرونه
کلنټن: هرطالب هرومرو موږ ته ګواښ نه دی12 اکتوبر, 2009 | خبرونه
کلنټن: طالبانو کې د القاعدې ملاتړي شته16 جولاى, 2009 | خبرونه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||