BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:36 گرينويچ 2009 ,19 سپتمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اوباما: د توکم له پلوه به د ځينو نه يم خوښ
 
بارک اوباما
اوباما ويلي چې : ''د توکم موضوع زموږ په ټولنه کې يوه بابېزه مساله ده، چې له ډېره وخته ترېنه خلک کړېږي . ''
د امريکا ولسمشر بارک اوباما دا ومنله چې کېدای شي ځينې امريکايان هغه د توکم له امله نه خوښوي، خو وايي يو شمېر داسې کسان هم شته چې يوازې د نژاد لپاره يې ده ته رايه ورکړې ده .

ښاغلي اوباما له ' اې بي سي ' تلويزيون سره په يوه ثبت شوې مرکه کې رد کړه چې دغه نژادي تبعيض دې د روغتيايي اصلاحاتو په اړه د ده کلکو نيوکو پايله وي :

'' هغه څه چې ما په خپل انتخاباتي کمپاين کې ويلي وو چې ايا داسې کسان شته چې هغوى دې ما د نژاد له امله نه خوښوي؟ زه مطمين يم چې شته . او آيا داسې کسان هم شته چې ماته دې يوازې د نژاد لپاره رايه راکړي وي؟ ښايي يو شمېر داسې هم وي .''

د اوباما دغه څرګندونې وروسته له هغه په ډاګه شوې، چې تېره اوونۍ کارتر ويلي وو چې په امريکا کې توکم د روانو روغتيايي اصلاحاتو په برخه کې ډېر رول لري .

خو ولسمشر اوباما ټينګار کوي چې د پخواني ديموکرات ولسمشر جيمي کارتر له دې څرګندونو سره موافق نه دی .

اوباما ويلي چې : ''د توکم موضوع زموږ په ټولنه کې يوه بابېزه مساله ده، چې له ډېره وخته ترېنه خلک کړېږي . ''

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت