BBCPashto.com

07:33 گرينويچ 2009 ,15 جولاى

د ناپېيلو هېوادونو سرمشريزه پيل شوه

ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبه (د جولای ١٥ مه) د مصر په شرم الشيخ کې د ناپېيلو هېوادونو ١٥ مه سرمشريزه پيل شي .

دغې سرمشريزې ته تېره ورځ د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا او د ولسمشر د امنيتي سلاکار زلمي رسول په ملتيا افغان ولسمشر حامد کرزی هم ورغلی دی .

ټاکل شوې ده چې د دغې سرمشريزې مشري به د کوبا له ولسمشر راول کاسټرو نه مصري ولسمشر حسني مبارک ته د راتلونکو درو کلونو لپاره ولېږدول شي .

په غونډه کې به ښاغلی د خپلو تېرو راسته راوړنو په اړه وينا هم وکړي، غونډې ته

همدارنګه د مصر ولسمشر حسني مبارک او فغان ولسمشر حامد کرزی هم ويناوې کوي .

نړيوال اقتصادي کړکېچ او د فلسطين، پاکستان، افغانستان او هند روان حالت او ستونزې د ناپيلو هيوادونو د سږنۍ سرمشريزې د اجنډا مهم ټکي جوړوي .

دغې غونډې ته د ځينو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران هم ورغلي دي.

د مصر د بهرنيو چارو وزير احمد ابوالغيط ويلي چې د امريکا متحده ايالتونه په سيمه کې د سولې په ټينګښت کې جدي دي .

د ناپېيلو هېوادونو سرمشريزه په رسمي توګه په کال ١٩٦١ په بلګراد کې پرانستل شوه، له ناپېيلتيا څخه د دغو هېوادونو موخه له امريکا او شوروي اتحاد سره ناپېيلتيا په ګوته شوې ده .

د دغه حرکت موسسين د يوګوسلاويا ولسمشر جوزيف بروز تيتو او د هند پخوانی لومړی وزير جواهر لال نهرو او د مصر پخوانی ولسمشر جمال عبدالناصر او د اندونيزيا پخوانی ولسمشر سوکارنو او د غانا پخوانی ولسمشر کوامي نيکروما دي .

اوس په دغه حرکت يا سرمشريزه کې ١١٨ غړي لري، چې ١٥ په کې د څارونکو په توګه ناست وي.

غړي هېوادونه يې ٥٣ دي، چې يې ٣٨ افريقايي، اسيوي او يو د اروپا هېواد دی او ٢٦ نور يې بيا د لاتينې امريکا او کاريبي سيمو دي .

د حرکت مشري د جغرافيوي سيمو پربنسټ دوره ييزه ده، د ٢٠٠٦ کال له سپتمبر مياشتې راهيسې يې مشري د کوبا د ولسمشر پر غاړه ده .