BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:07 گرينويچ 2009 ,18 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اندونيزيا: د جاکارتا بريدونه 'تاب ډلې' کړي
 
اندونيزيا کې پوليس
د اندونيزيا چاروکو تر چاودنو وروسته د مريوټ او ريټز هوټلونه امنيت ټيڼګ کړی دی .
د اندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کې پر دوو هوټلو له بريد نه يوه ورځ وروسته څېړونکي ددغو بريدونو د عاملانو په پلټلو بوخت دي .

په بريدونو کې ددوو ځانمرگو په گډون نهه تنه ووژل شول .

د اندونيزيا ولسمشر دغه بريدونه وغندل او هغه يې يو نا انساني کار وباله .

د اندونيزيا د روغتيا وزارت وايي، په دغو بريدونو کې څلور بهرنيان چې يو يې د نوي زيلاند، دوه يې د آستراليا او يو بل يې هم د سنگاپور اوسېدونکى دى وژل شوي دي .

هغه دوه هوټلونه چې د ځانمرگو بريدونو هدف گرځېدلي، د جاکارتا د مرکز په يوه سوداگريزه سيمه کې پراته دي چې تر ډېره بهرنيان او سيلانيان ورځي .

بريدونه په ښکاره په نړيواله کچه د سريلانکا د بد تصوير ښودلو په موخه شوي دي .

اندونيزيا وړاندې تر دې هم له ترهگريزو بريدونو سره مخامخ وه .

د اندونيزيا ولسمشر سوسيلو يوديونو
د اندونيزيا ولسمشر دغه بريدونه وغندل او هغه يې يو نا انساني کار وباله .

د روانې لسيزې په سر کې په دغه هېواد کې يو لړ مرگونې چاودنې وشوې چې تر ټولو لويې يې په ٢٠٠٢ کال د بالي چاودنې وې، چې په کې له ٢٠٠ ډېر کسان ووژل شول .

د اندونيزيا هغه پوليس چې د جمعې په ورځ د جاکارتا په دوو هوټلو د بريدونو پلټنه کوي، له دغو بريدونو سره د اسلامي جنگيالو د ډلې جماعت اسلامي د اړيکې لرلو اشاره کوي .

له ترهگرۍ سره د مبارزې يوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي، داسې لويې نښې شته چې بريدونه د ماليزيايي افراطي نورالدين تاب لخوا چې د جماعت اسلامي د يوې بېلې شوې ډلې مشري کوي تنظىم شوي .

د آستراليا د بهرنيو چارو وزير ستېفن سمېت جاکارتا ته له خپل سفر وړاندې وويل، دواړه هېوادنه به په گډه هڅه وکړي چې ددغو بريدونو عاملان وپېژني او د نورو بريدونو مخه ونيسي :

(( دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ اندونيزيا ته د اړتيا وړ مرستو برابرول غواړو، ورته تيار يو او ددغه کار توان لرو. دا همدارنگه هغه حقيقت روښانه کوي چې په عمومي توگه، په تېره بيا ددغې خطرناکې ترهگرې پېښې د غندلو اړه موږ له اندونيزيا سره اوږه په اوږه ولاړ يو. ددې ترڅنگ موږ عدالت ته د دغو پېښو د عاملينو د راکښلو او د هغو د غندلو په اړه هم يوځاى کار کوو.))

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت