BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:38 گرينويچ 2009 ,18 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کلنټن: د پاکستان او هند ترمنځ ښه اړيکي غواړو
 
کلنټن په هند کې
اغلې کلنټن نن د ممبۍ په بريدونو کې د وژل شويو هندي وګړو د ماتم په مراسمو کې هم ګډون کوي .
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هېلري کلنټن هند ته خپل سفر پيل کړى او ويلي يې دي چې په دغه سفر کې يې دنده د واشنگټن او ډهلي ترمنځ د مرستو ډېرول دي .

مېرمن کلنټن د خپل سفر په درشل کې وويل، امريکا او هند د امنيت، اټومي وسلو او د هوا د بدلون په څېر د سترو نړيوالو چلنجونو لپاره بايد يو ځاى کار وکړي .

هغې همدارنگه وويل چې هېواد يې بايد پاکستان له بنسټ پالنې سره مبارزې ته وهڅوي .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې خپل سفر پنځه ورځنی د هند له ممبۍ ښار نه پيل کړى او په هغه هوټل کې اوسېږي چې تېر کال د وسله والو تر بريد لاندې راغلى و .

نوموړې ويلي چې هېواد يې د پاکستان او هند ترمنځ د ښو اړيکو غوښتونکی دی .

هيلري کلنټڼ له (دی ټايمز او انډيا) ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي چې له پاکستان سره بايد د ترهګرۍ ضد جګړې کې همکاري وکړ، دې همدارنګه ويلي چې د ترهګرۍ ډېر قربانيان هندي او امريکايي وګړي دي .

سنګهـ او ګيلاني
سنګهـ او ګيلاني په مصر کې د ترهګرۍ پرضد جګړې کې يو بل ته لاسونه ورکړل .

د پاکستان او هند لومړي وزيران منموهن سنګهــ او يوسف رضا ګيلاني د تېرې پنجشنبې په ورځ په مصر کې د ناپېيلو هېوادونو په سرمشريزه د ترهګرۍ پرضد جګړې کې يو بل ته لاس ورکړ، خو ښاغلي سنګهــ بيا تېره ورځ ډاډ ورکړ چې هېواد يې له پاکستان سره خبرو اترو ته چمتو دی .

هند په غصه دی

تېره مياشت د پاکستان يوې محکمې د هند غصه هله راوپاروله، چې د ممبۍ د بريدونو يو تورن يې خوشی کړ، خو پاکستان بيا په دې اړه په روانه مياشت کې بېرته څېړنې پيل کړې .

د امريکا متحده ايالتونه غواړي چې د هند او پاکستان ترمنځ اړيکي ښه کړي .

اغلې کلنټن نن د ممبۍ په بريدونو کې د وژل شويو هندي وګړو د ماتم په مراسمو کې هم ګډون کوي .

سبا (يکشنبه) به د امريکا د بهرنيو چارو وزيره نوي ډيلي ته ولاړه شي او هلته به د ولسمشر اوباما پيغام هندي چارواکو ته ورسوي .

همدارنګه، آغلې کلنټن به د دې ترڅنګ د امنيت، تودوخې او سوداګرۍ په اړه هم له هندي او پاکستاني چارواکو سره وګوري .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت