BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:50 گرينويچ 2009 ,15 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
مصری شاعر محاکمه شو
 
د مصر ولسمشر حسني مبارک
د مصري قانون له مخې، ولسمشر ته د سپکاوي سزا درې کاله بند دی .
له مصر نه رپوټونه وايي چې يوې محکمې يو شاعر له دې امله په بند محکوم کړی، چې په خپل يوه شعر کې يې د ولسمشر حسني مبارک سپکاوی کړی و .

منير سعيد حنا د محکمې له خوا په درو کلونو بند محکوم شوی دی .

نوموړی يو حکومتي مامور هم دی .

د ښاغلي حنا يوه ملګري ويلي چې حنا د ملنډو يوه قصيده ويلې، چې د ولسمشر حسني مبارک سپکاوی يې کړی دی .

دی وايي چې د نوموړي موخه له دې کاره له خپلو ملګرو سره ساتېری او ټوکې وې، خو هدف يې هېڅکله د چا سپکاوی نه و .

د العربيه د بشري حقونو ټولنې ويلي د نوموړي د بند د پرېکړې په اړه به پلټنه وکړي .
دغې ټولنې ويلي حنا حق لري خپل مدافع وکيل وټاکي .

د حنا کشري ورور ويلي چې ورور حنا يې په دې وروستيو کې شعر ويلو ته مخه کړه، هغه هم د هغه د ملګرو له خوا هڅول شوی و .

د مصري قانون له مخې، ولسمشر ته د سپکاوي سزا درې کاله بند دی .

که څه هم دغه خبر مصري رسنيو خپور کړی، خو د نوموړي شعر يې نه دی راخيستی .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت