BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:05 گرينويچ 2009 ,14 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ايران د يوې سُني ډلې ١٣ غړي اعدام کړل
 
ايران کې د پخواني اعدام عکس
د تېرې مۍ مياشتې په ورستيو کې د زاهدان د چاودنې په تور ايران درې تنه اعدام کړي وو .
د ايران په سويل لوېديځ کې چارواکي وايي چې د ياغي ډلې جندالله يو شمېر غړي يې اعدام کړي دي .

د زاهدان د محکمې يوه مشر ابراهيم حميدي وويل، اعدامونه په يوه زندان کې د ننه شوي دي .

لومړنيورپوټونو ويلي و چې دغه ډله به په عام محضر کې اعدام شي.

ښاغلي حميدي ويلي چې د جندالله د مشر عبدالمالکي ريګي د ورور عبدالحميد ريکي په اړه حکم څه موده ځنډول شوی دی .

نوموړي د ريګي په اړه د حکم د ځنډولو لامل د نابشپړو شويو معلوماتو بشپړول په ګوته کړي دي .

د ايران قضايي چارواکي اعدام شوي کسان په تښتو، جګړې، فساد او ترهګرو بريدونو تورن کړي دي .

خو دا لا څرګنده نه ده، چې ايا ټول اعدام شوي کسان په دغو جرمونو تورن شوي او که داسې کسان هم په کې ول، چې يوازې د جندالله ډلې غړيتوب يې درلوده .

درې ورځې وړاندې د ايران پوليسو د جندالله ډلې د دوولسو غړو د نيول کېدو خبر ورکړی و .

د ملګرو ملتونو د بخښنې نړيوال سازمان او د بشر حقونو مدافعو ټولنو په ايران کې د اعدام د پرېکړو په اړه اندېښنه ښوولې ده او دا پرېکړه يې له قضايي ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده، چې په وينا يې زياتره سياسي بڼه لري .

جندالله له ايراني وګړو جوړه د ايراني دولت پر ضد يوه وسله واله ډله ده، چې په دغه هېواد، په ځانګړې توګه په سيستان او بلوچستان ايالتونو کې د لږکيو سني مذهبه پيروانو د حقونو غوښتنه کوي .

د دغې ډلې مشري عبدالمالک ريګي کوي .

د عبدالمالک ريګي ورور عبدالحميد ريګي په پاکستان کې يو ځل نيول شوی هم دی، خو تېر کال د پاکستان دولت له خوا ايران ته وسپارل شو .

جندالله ادعا کوي چې د ايراني حکومت پر اهدافو يې يو شمېر بريدونه کړي دي .

زاهدان چې د افغانستان او پاکستان له پولې سره نژدې پروت دى د تهران ضد بلوچ ياغيانو مرکز گڼل کېږي .

د تېرې مۍ مياشتې په ورستيو کې د زاهدان د چاودنې په تور ايران درې تنه اعدام کړي وو .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت