|
هالنډ له عراقه غلا شوي لرغوني اثار بېرته وسپارل
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هالنډ له عراقه هغه لسګونه ټوټې لرغوني اثار، چې په 2003 کال کې تر امريکايي بريدونو وروسته غلا شوي ول، بېرته سپارلي دي .
ويل کېږي چې د دغو 69 عراقي تاريخي اثارو د غلا خبره وروسته له هغه په ډاګه شوه، نړيوالو پوليسو (اڼترپول) د غلا شويو اثارو په اړه پلټنه وکړه او په پايله کې يې دا ومونده چې دغه اثار په ناقانونه توګه له عراقه وړل شوي دي . په دغو تاريخي اثارو کې د يوه سړي يوه نژدې 2000 کلنه لرغونې مجسمه هم ده، چې په لمانځه ولاړ دی . پر عراق د امريکا تر بريدونو وروسته له دغه هېواد لسګونه زره تاريخي اثار تری تم شوي دي . سربېره پر دې، چې هرځای د لرغونو اثارو ساتنه کېږي، خو له عراقه د غلا شويو تاريخي اثارو تر نيمايي کمه برخه بېرته دغه هېواد ته ورسپارل شوې ده . د هالنډ د پوهنې، فرهنګ او علومو وزير رونالډ پلاستيرک ويلي چې نړۍ بايد له عراق سره د دغه هېواد د تاريخ پر بنسټ معامله وکړي، عراق ته درناوی وکړي ، ځکه چې دغه هېواد د کولتورونو زانګو ده . نوموړي ويلي چې دا چې دغه اثار له خپل اصلي ځايه غلا شوي، ډېر زيان يې موندلی او ارزښت يې کم شوی دی . ښاغلي پلاستيرک زياتوي چې وروسته له هغه چې پوليسو د دغو اثارو د غلا کېدو اعلان وکړ، په هالنډ کې د لرغونتوکو کاروباريانو دغه اثار سملاسي عراقي چارواکو ته وسپارل . ټاکل شوې ده، چې دغه تاريخي اثار به د عراق په بغداد موزيم کې بېرته کښېښودل شي . د هالنډ يوه لرغونپېژندونکي ديدريک ماير ويلي چې د دغو اثارو پېراو پلور منع دی، که چېرې غله دغه اثار وپلوري، کومه ګټه ترې نه شي اخيستی . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||