|
د چين په اورمچي کې بيا لاريون وشو
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د چين د شينکيانګ په اورمچي کې يو ځل بيا لاريون کوونکي واټونو ته راوتلي دي .
په مظاهره کوونکو کې زياتره ايغوري مسلمانان دي . په نننيو لاريونونو کې 200 تنو ګډون کړی، چې له پوليسو سره لاس و ګرېوان شوي هم دي . تېره ورځ چيني پوليسو د اړدوړ جوړولو په تور 1434 ايغوريان ونيول . په اورمچي کې د بي بي سي خبريال وايي چې زياتره لاريون کوونکي ښځې دي، د خپلو خپلوانو د نيول کېدو پرضد يې لاريون کړی دی .
د چين په اورمچي کې ګرځبنديز ولګېد
په اورومچي کې د ګډوډۍ له پېښو وروسته ګرځبنديز لګېدلی دی . د ښار مرکزي برخه له خلکو خالي ده، پر سړکونو يوازې وسله وال پوليس او نور امنيتي ځواکونه ليدل کېږي . عيني شاهدانو ويلي د يکشنبې ورځې پېښې يوه توکمي جګړه وه، چې ايغوريانو په کې له هان توکمه چينايانوسره په کې ونښتل . هغه خلک چې په بسونو کې، بريدونه پرې وشول، او ځينې نور بيا له خپلو کورونو را وايستل شول. چارواکي وايي ډېری خلک د ښار مرکزي برخې چاپېر شاتينيو کوڅو کې مړه شوي دي .
چيني چارواکي وايي د اخ وډب په پېښو کې چې شينيجيانګ مرکز ارومچي ښار يې ولړزواه، شاوخوا 800 کسان ټپيان شوي، او په سل ګونو نور نيول شوي دی. چارواکي د پېښو تر شا د اويغور جلاوطنو له خوا د يوې توطيې يادونه کوي، خو جلاوطني اويغوريان بيا وايي، د ګډوډۍ لامل د هان چينايانو پر وړاندې د نوميدۍ له غوسې زېږېدلی دی . (وو ار کای شه) يو اويغورتوکمه دی او په ١٩٨٩ کال کې د بېجينګ د تين ان من ډګر د مظاهرو او احتجاجونو يو مشر و. (ووار کای شه) چې اوس په تايوان کې اوسېږي، وايی د چين حکومت د هان چينايانو او ايغوريانو ترمنځ د تاوتريخوالي د نرمښت لپاره هېڅ نه کوي : ((زه د دغه حقيقت په اړه ډېر خپه يم چې د توکمي ډلو ترمنځ، د هان چينايانو او اويغوريانو ترمنځ کرکه ورځ به ورځ زياتېږي، او چين حکومت يې د نرمښت لپاره هېڅ نه کوي، بلکې پر عکس يې دوی پر اور تېل اچوي .)) د چين خبری رسنيو د شينجيانګ سيمې پر اويغوري اکثريت تور لګولی چې هلته يې د هان وګړيو پر وړاندې چې په وروستيو کلونو کې هلته مېشت شوي، زورزياتی پيل کړی دی. په يو ځايی روغتون کې دوو هان توکمه چينايانو د پېښو په اړه خبرې کولې، (لي هونګ) چې يوه ښځه داسې وايي: ((داسې ښکارېده چې دوی له لسو څخه په زياتو ډلو کې وو. د څه ويلو لپاره هېڅ فرصت نه و، دوی همداسې راتلل او بريد يې کاوه، داسې هېڅ فرصت نه و چې څه ووايو .)) د پېښو يو بل عيني شاهد (هوان جنګ جاو) دی، دی هم يو هان چينايی دی، نوموړی وايي :
((په حقيقت کې دوی درسره خبرې نه کولې، کله به يې چې وليدلې، کله به چې دوی يو هان توکمه وګړی وليدچې راروان به و، دوی به پرې بريد کاوه. که به یو بس راروان و، دوی به بريد پرې کاوه. ډېری ځوانان و، دوی اويغوريان و. )) د ځواکونو د پراخې ځای پر ځای کونې ترڅنګ، چارواکيو نور تدبيرونه هم نيولي دي. د ارومچي ښار څه د پاسه دوه مليون وګړي اوس انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، د ګرځنډ ټليفون ليکې هم پرې شوې دي . سره له دې چې پر سړکونو د يکشنبې ورځې د ګډوډۍ پېښو ډېرې کمې نښې پاتې دي، دا په ډېرو کلونو کې د چيني واکمنۍ پر ضد يو توند پاڅون و چې ډېره وينه په کې تويېږي. سوځېدلي موټرونه، او بسونه له سړکونو لرې شوي، او لارې پاکې شوې دي. چارواکي وايي چې ارومچي بيا د دوی په کلکه ولکه کې ده. د شينجيانګ جغرافيايي پراخوالی د شينجيانګ جغرافيايي پراخوالی د چين د ولايتونو او سيمو تر ټولو ډېر پراخ دی او څه د پاسه يو نيم مليون مربع کيلومترو ته رسېږي چې د افغانستان درې برابره کېږي .
دغه سيمه چين ته ډېر ستراتيژيک ارزښت لري. له يو پلوه د نفت او ګازو او ډبرو سکرو په ګډون په طبعي زېرمو بډايه او شتمنه سيمه ده چې په ختيځ کې د چين بډای صنعتي ښارونه او سيمې لوېديځ لور له روسيې، قزاقستان، قرغزستان او همداسې بيا له اروپا سره تړي او زيات مځکني بندرونه لري . له تاريخي پلوه د شينجيانګ سيمه په ١٩٥٥ کال کې جوړه شوې خو په ١٩٤٩ کال کې د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو مخکې څو ځله په لنډ مهاله توګه له خپلواکۍ برخمنه وه، چې د ختيځ ترکستان په نامه بلل کېده. اوس هم دغه سيمې د ترک توکمه وګړيو له خوا په همدغه نامه يادېږي . د يوې شمېرنې له مخې د شينجيانګ د وګړيو شمېر شاوخوا څوارلس مليونو ته رسېږي چې اويغوري قوم په کې نژدې اته مليون وګړي اټکل شوی دی، په اويغوريانو پسې بيا د قزاقيانو او قيرغيزيانو شمېر هم د يادونې وړ دی . دوی د مرکزي اسيا له هېوادونو سره پياوړی کلتوري او ژبني اړيکي لري. د شينجيانګ نور وګړي د هان قوم وګړي دي چې د چين ډېری نفوس جوړوي او د شلمې پېړۍ په پنځوسمه لسيزه کې هلته لېږدېدلي، دا هغه مهال و چې بېجينګ د دغې سيمې له طبيعي سرچينو څخه د ګټې اخيستلو تابيا وکړه . د هان توکمه چينايانو د همدغې لېږدېدنې له امله اويغوريان پر بېجينګ تور لګوي چې د دوی په ټولنه کې توکميز بدلون راولي، خو د چين دولت وايي، له هغه راهيسې چې شينجيانګ د دوی تر واک لاندې دی، ډېر پرمختګ يې کړی دی . |
ورسره تړلي نور خبرونه
د چين په تاوتريخوالي کې ١٥٦ تنه ووژل شول06 جولاى, 2009 | نړۍ
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||