|
بايډن: پر ايران د اسراييلو د بريد مخه نه نيسو
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن ويلي که چېرې اسراييل د ايران د اټومي فعاليتونو پرضد پوځي بريدونه کوي، امريکا به يې مخه ونه
نيسي .
ښاغلي بايډن دغه څرګندونې په امريکا کې له اي بي سي تلوېزيوني چينل سره کړې دي . جوبايډن د پوښتنې په ځواب کې، چې که چېرې د امريکا متحده ايالتونه د اسراييلو په لاره کې تيږه کېږدي او لار يې بنده کړي؟ درې ځلې په ټينګار سره وويل چې اسراييل يو خپلواک هېواد دی او د خپلې ګټې په خاطر په خپله پرېکړه کولی شي . همدارنګه، نوموړي ويلي چې له ايران سره د خبرو اترو دورازه، چې ولسمشر بارک اوباما پرانيستې وه، اوس هم خلاصه ده، خو ايران بايد د خبرو اترو پوښتنې ته ژر ځواب ووايي . د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خپل ټاکنيز کمپاين پرمهال ژمنه کړې وه، چې له ايران سره به خبرې اترې کوي |
ورسره تړلي نور خبرونه
بايډن: واشنګټن د سولې تړون ته ژمن دی 04 جولاى, 2009 | نړۍ
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||