BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:39 گرينويچ 2009 ,29 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د هندوراس ولسمشر ايکوادور ته وشړل شو
 

 
 
د هندوراس شړل شوی ولسمشر مينول زيلايا
مينول زيلايا : (( شاوخوا دوه يا درې سوه پوځيان په زور زما کورته راننوتل او په ډزو ېې پيل وکړ، زما ساتونکي ېې ووهل، زه ېې په رسۍ وتړلم او وروسته ېې له ځانه سره بوتلم.))
په هندوراس کې استازو د پارلمان ريس رابرتو ميشليتي د سرپرست ولسمشر په توگه ورسته له هغه وټاکه، چې پوځيانو د يکشنبې په سهار ولسمشر مينول زيلايا وينواو له هېواده يې وشاړه .

ښاغلي ميشليتي وويل ولسشمر زيلايا په قانوني ډول له دندې ليري شوی او په هېواد کې به ټاکنې له مهال وېش سره سمې دنوامبر په مياشت کې وشي .

ده زياته کړه چې هندوراس به بهرنۍ لاسوهنه ونه زغمي.

ښاغلي ميشليتي دا راپورنه رد کړل چې گواکي د ولسمشر زيلايا پر ضد کودتا شوې او پر دې سربېره يې تور ولگاوه چې ښاغلي زيلايا هېواد له گواښ سره مخامخ کوي .

نوموړي ژمنه وکړه چې د هندوراس د ولس په گټه به کار وکړي .

((ددې ٦ مياشتو په جريان کې به انشالله زه دهندوراس په لويې کورنۍ کې د پخلاينې د پياوړي کولو او په ملي کچه د خبرو کولو هڅه وکړم.

خو زه به تر دې يو گام نور هم وړاندي ولاړ شم او موږ به هغسې چې اساسي قانون اجازه ورکوي په حکومت کې ټول شريک کړو . ))

د يکشنبې سهار د سپيدو پر مهال په لس گونو پوځيان د ولسشمر مينويل زيلايا ماڼۍ ته ورغلل، نوموړى ېې ونيواو کوستا ريکا ته ېې وشاړه .

د هندوراس سرپرست ولسمشر رابرتو  ميشليتي
د هندوراس کانګرېس وايي رابرتو ميشليتي به تر راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو پورې سرپرست ولسمشر وي.

له کوستاريکا څخه له بي بي سي سره په مرکه کې ولسمشر زيلايا وويل چې دى د يوې کودتا قرباني شو.

نوموړي زياته کړه چې سر تېرو په زور له خپل کور څخه بيولى دی .

((شاوخوا دوه يا درې سوه پوځيان په زور زما کورته راننوتل او په ډزو ېې پيل وکړ، زما ساتونکي ېې ووهل، زه ېې په رسۍ وتړلم او وروسته ېې له ځانه سره بوتلم.

دغو وسلوالوکسانو خپل مخونه پوښلي و، ما ته ېې وويل چې ورته تسليم شم او د هغوى امرونو ته غاړه کېږدم او که داسي ونکړم ما به مړ کړي.

وروسته ېې زه په يوه موټر کې کېنولم او هوايي ډگر ته ېې راوستلم او له هغه ځايه يې په الوتکه کې کوستا ريکا ته وليږدولم. ))

د وينزيولا له ټلويزيون سره د خبرو په ترڅ کې ښاغلي زيلايا له ولس څخه غوښتنه وکړه چې د هغوکسانو پر ضد مقاومت وکړي چې دى ېې له واک لېري کړى دى .

له دې وروسته سل گونه اعتراض کونکي د هندوراس په پلازمينه تگو سگالپا کې راغونډ شول خو پوځيانو دهغوی د خپرولو لپاره اوښکې بهونکی غاز وکاراوه.

له واکه د ولسمشر زيلايا لېري کېدو د لاتينې امرېکا او نړۍ نيوکې راوپارولې.

.
د پوځ او د هغه د خپل گوند د ځينو غړو په گډون گوت نيونکي پر ښاغلي زيلايا تور لگوي چې له قانون سره سم چلن نه کوي او غواړي چې تر نامعلومې مودې پورې واکمن پاتي شي .

د ونزويلا ولسمشر هوگو چاويز چې د ښاغلي زيلايا نژدې مگرى دى، پوځيانو ته گواښنه وکړه که يې په هندوراس کې سفير خوږ شو نو پر ضد به ېې پوځي گام پورته کړي :

((نړۍ زموږ د حکومت د دريځ په اړه پوهېږي، تاسو ېې په اړه فکر وکړىء، موږ دا يوه ارتجاعي کودتا گڼو نو زه د هندوراس پوځيان ننگوم . موږ دوى وينو چې منډې وهي خو دوى د خلکو! د بې وسلې خلکو د هيلو پر ضد دا کار کوي . زه هيلمن يم او خداى دي وکړي چې دوى پر خلکو د ټوپک خولې راونه گرځوي .))

د ايکوادور ولسمشر رفيل کوريره هم ورته گواښنه کړې ده .

ټاکل شوې ده چې د ونزويلا او ايکوادور مشران به په نيکاراگوا کې د لاتينې امريکا د ٩ هېوادونو په سر مشريزه کې گډون وکړي.

په دغې غونډه کې به د سر موضوع په هندوراس کې راټوکېدلي کړکېچ باندې خبرې اتري کېږي.

د امريکا ولسشمر بارک اوباما يوه وينا خپره کړې او وايي چې ولسشمر زيلايا د هندوراس قانوني ولسشمر دى او امريکا يواځي هغه په رسميت پېژني.

تر دې وړاندې په هندوراس کې ستره محکمې ويلي و، چې پوځيانو ته ځکه دښاغلي زيلا دشړلو امر وکړ چې هغه د سترې محکمې د حکم خلا ف په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو له نظر پوښتنې يا ريفرندم څخه لاس پر سر نشو.

ټاکل شوې وه چې د يکشنبې په ورځ دغه نظر پوښتنه تر سره شي او ښاغلى زيلايا يو ځل بيا په ټاکنو کې ځان کانديد کړي.

د پوځ او د هغه د خپل گوند د ځينو غړو په گډون گوت نيونکي پر ښاغلي زيلايا تور لگوي چې له قانون سره سم چلن نه کوي او غواړي چې تر نامعلومې مودې پورې واکمن پاتي شي .

ښاغلي زيلايا ويلي دي چې د هندوراس ډيموکراسي اصلاحاتو ته اړتيا لري چې په اوس مهال کې ېې گټه يوازې د هېواد شتمنې طبقې ته رسېږي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت