BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:42 گرينويچ 2009 ,28 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
موسوي: غوره لاره بيا ټاکنې کول دي
 
ميرحسين موسوي
ښاغلى موسوي لا هم غاړه نه ږدي، لا هم غواړي چې د رايو نتيجې دې باطلې اعلان شي.

د ايران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مخالف کانديد ميرحسين موسوي د ساتونکو شورا له خوا د يو څه رايو د بيا شمېرنې منلو ته غاړه نه ده اېښې .

ښاغلي موسوي په يوه وينا کې چې دده په وېبپاڼه کې راغلې، ويلي چې تر ټولو غوره حل لاره به د ټاکنو بيا ترسره کول وي .

ايراني چارواکو پر بي بي سي او نورو بهرنيو رسنيو خورا سخت محدوديتونه لگولي.

خبريالان نشي کولاى چې له اجازې پرته په تهران کې وگرځي او يا د غونډو د خبر خپرولو ته ورشي، خو پر وينا يې کنټرول نشته .

له دغه ښاره زموږ خبريال جريمي بووېن وايي: ښاغلى موسوي لا هم غاړه نه ږدي، لا هم غواړي چې د رايو نتيجې دې باطلې اعلان شي.

د هغه باور دا دى چې د ځينو رايو شمېرل هېڅ شى نشي بدلولى. کله چې سړکونه له اعتراض کوونکو ډک و، ولسمشر احمدي نژاد هېڅ نه برېښېده.

خو اوس بېرون د خلکو مخې ته وځي او په خبرو کې يې پر ځان ويسا برېښي، بهرنيان تورنوي چې تاوتريخوالى يې راپارولى و او ولسمشر اوباما ته چې په ايران کې شوې پېښې يې بوږنوونکې بللې وې، لکچر ورکوي.

تهران
هر ماخوستن پر لسو بجو، کله چې لږ څه د خونديتوب احساس رامنځته شي، مخالف اعتراض کوونکي بيا د نيم ساعت لپاره پر هغه څه د اعتراض زړه تشوي چې دوى ورته د ټاکنو غلا شوې نتيجې وايي.

د ساتونکو شورا چې پر ټاکنو د څارنې دنده لري، ټاکل شوې ده چې نن خپل حکم اعلان کړي. هغې لا د مخه ويلي چې دا ټاکنې دومره سمې وې چې مخکې يې هېڅکله هم سارى نه و.

د ولسمشر احمدي نژاد تر شا انقلابي ساتونکي ولاړ دي چې منظمو ځواکونو يې له بسيجي ملېشو سره په گډه د هغه لپاره د تهران د سړکونو ولکه بېرته ترگوتو کړه.

په تهران کې ژوند بېرته عادي حالت ته گرځي، خو هرڅه هغسې نه دي پاتې چې پخوا و.

تېر ماښام مخالفو اعتراض کوونکو يو ځلې بيا د خپلو بامونو له پاسه شعارونه ورکول.

ټاکنو په ممتازې کړۍ کې داسې لوى ټپ جوړ کړى چې ظاهرا" د رغېدو نه برېښي. ښايي په دې سره د ايران د ادارې په بڼه کې يو ستر بدلون راشي. خو دا کار ژر نه شي پېښېدى.

د ټاکنو غلا شوې نتيجې

د پاڅون اور، لکه هسې چې يوه امريکايي څېړونکي ويلي، د سړک له سر نه، دننه ځمکې ته پورې وهل شوى دى .

خو هر ماخوستن پر لسو بجو، کله چې لږ څه د خونديتوب احساس رامنځته شي، مخالف اعتراض کوونکي بيا د نيم ساعت لپاره پر هغه څه د اعتراض زړه تشوي چې دوى ورته د ټاکنو غلا شوې نتيجې وايي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت