BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:46 گرينويچ 2009 ,23 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د بيت الله مسعود مخالف مشر زين الدين وژل شوی
 
قاري زين الدين له خپلو ملګرو سره
قاري زين الدين پرداسې مهال وژل کېږي چې پاکستاني پوځ د بيت الله مسعود تر قوماندې لاندې طالبانو په وړاندې د پوځي عملياتو پيلولو ته تيارى نيسي.

د پاکستان د طالبانو د مشر بيت الله مسعود يو مخالف وژل شوى دى .

پاکستانی پوليسو ويلي چې سيال مشر قاري زين الدين په شمال لوېديځ ښار دېره اسمعيل خان کې د هغه د خپل ساتونکي لخوا په ډزو وژل شوى.

26 کلن قاري زين الدين د روانې مياشتې په سر کې د پاکستان د طالبانو مشر د هغو ځانمرگو بريدونو له امله وغانده چې په کې ملکي کسان ووژل شول.

نوموړي دغه بريدونه غير اسلامي بللي وو.

قاري زين الدين پرداسې مهال وژل کېږي چې پاکستاني پوځ د بيت الله مسعود تر قوماندې لاندې طالبانو په وړاندې د پوځي عملياتو پيلولو ته تيارى نيسي.

د قاري زين الدين يوه نژدې ملګري، چې په ډزو کې ټپي شوی هم دی، ويلي د زين الدين ساتونکی د سهار له لمانځه وروسته د زين الدين خونې ته راننوت او پر هغه يې ډزې وکړې .

د امريکا بې پيلوټه الوتکه
له تېر يوه کال راپدېخوا د امريکا بې پيلوټه الوتکې د پاکستان پر قبايلي سيمو توغونديز بريدونه کوي.

که څه هم قاري زين الدين له ټپې کېدو وروسته روغتون ته وړل شوی، خو له لږ څنډ وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې ده .

بلخ خوا د پاکستان استخباراتي ادارې ويلي چې د امريکا بې پيلوټه الوتکې د جنوبي وزيرستان پر يوې غرنۍ سيمې توغنديز بريدونه کړي، چې غالباً د بيت الله مسعود وسله وال به په کې وژل شوي وي .

تېره اوونۍ پاکستاني چارواکو د وسله والو پرضد د خپلو عملياتو د پراختيا اعلان کړی و.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت