|
اسراييل د موساد د ريس دنده نوره هم وغځوله
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اسراييلو حکومت پرېکړه کړې، چې د څارګرې ادارې (موساد) د ريس ماير داګان دنده يې د ٢٠١٠ کال ترپايه يو کال نوره هم غځولې ده
.
دا اتم کال دی، چې ښاغلي داګان د اسراييلو د څارګرې ادارې مشري پر غاړه لري. ښاغلی داګان د اسراييلو د ځانګړي پوځ يو پخوانی متقاعد جنرال دی . د نوموړي دنده پرته له دې چې د وزيرانو شورا يې تصديق کړي، حکومت غځولې ده . د اسراييلو د امنيتي سرچينو له مخې، ٦٤ کلن داګان د ايران د اټومي پروګرام د شنډولو په برخه کې هم ډېرې هلې ځلې کړې دي . د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو د يوه مرستيال له خولې نقل شوي، چې داګان د موساد لپاره تر ټولو غوره ريس دی . د اسراييلو پخواني لومړي وزير ارييل شارون په ٢٠٠٢ کال کې د خپلې واکمنۍ پرمهال ښاغلی داګان د موساد ريس وټاکه، چې د ښاغلي شارون له نژدې ملګرو څخه دی . د تېرې جمعې په ورځ د معاريف ورځپاڼې ليکلي وو، چې ښاغلی داګان تېره اوونۍ د ايران په اړه قهرېدلې ويناوې کړې وې . داګان په يوه خبري ناسته کې ويلي وو چې ايران به د ٢٠١٤ کال ترپايه دا وړتيا ومومي، چې اټومي ازموينه وکړي . نوموړي ويلي وو که چېرې پر تهران نور بنديزونه ونه لګول شي، ښايي د خپلې اټومۍ انرژۍ په برخه کې زيات پرمختګونه وکړي او نوې حساسه ټيکنالوجي ترلاسه کړي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
موساد: ايران به په ٢٠١٤ کال کې اټوم لرونکی شي17 جون, 2009 | نړۍ
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||