|
خامنيي : تاوتريخوالی پای ته ورسوئ
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايران مذهبي مشر د څلورو واړو کانديدانو له استازو سره د کتو پر مهال د تاوتريخوالي او مظاهرو د پاى ته رسولو غوښتنه کړې ده.
په ايران کې د محمود احمدي نژاد د اصلي سيال مير حسين موسوي پلويان پلان لري نن په تهران کې له سره د ټاکنو پر کېدو د فشار اچولو په موخه مظاهرې وکړي . هغه په ځينو سيمو کې د رايو د بيا شمېرلو ملاتړ وکړ، هغه چې مخالفينو لا له وړاندې رد کړى دى . ايت الله علي خامنه يي معمولا په دا ډول حالاتو کې څرگندونې نه کوي او له ټاکنو را پدېخوا په عام محضر کې نه دى ښکاره شوى . دغه رازتېره شپه حکومتي ځواکونو د محصلينو په څو ليليو بريدونه کړي او د مخالفينو يو شمېر سرلاري هم نيول شوي، مخالفانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي، خوپه پام کې لري چې نن په تهران کې دوه لويې مظاهرې وکړي . بل خوا د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي د ايرانيانو غږ بايد واورېدل شي ، خو ټينگار کوي نه غواړي داسې دې وښيي چې امريکا د ايران په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي .
له بله لوري د ايران ساتونکې شورا په هغو سيمو کې د رايې د بيا شمېرلو چمتوالۍ ښوولى چې مخالف کانديدان يې پاېلې نه مني . د مخالف کانديد مير حسېن موسوي استازي علي اکبر محتشمي پور له ساتونکې شورا سره تر کتو وروسته د ټاکنو د بې پرې پلټنو غوښتنه کړې ده : '' موږ د يوې حقيقت موندونکې کمېټې د جوړولو وړانديز کوو چې په ټاکنو کې هغه تخلفات وڅيړي چې له ټاکنو وړاندې او د ټاکنو پر مهال شوي دي . دغه کمېټه بايد په ټولنه کې د اعتماد وړشخصيتونو نه چې ټولو خلکو ته د باور وړ وي جوړه شي .'' د موسوي پلويان : لاريون به کوو په ايران کې د محمود احمدي نژاد د اصلي سيال مېر حسين موسوي پلويانو نن په تهران کې له سره د ټاکنو پر کېدو د فشار اچولو لپاره مظاهره پلان کړې ده . د اصلاح غوښتونکې ډلې او د ايران په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د نابريالي نوماند ميرحسين موسوي پلويانو خبرداری ورکړی چې خپلو احتجاجونو ته به دوام ورکړي . بل خوا د امريکا ولسمشر براک اوباما وايي د ايرانيانو غږ بايد واورېدل شي ، خو ټينگار کوي نه غواړي داسې دې وښيي چې امريکا د ايران په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي . له بله لوري د ايران ساتونکې شورا په هغو سيمو کې د رايې د بيا شمېرلو چمتووالی ښوولى چې مخالف کانديدان يې پايلې نه مني . د مخالف کانديد مير حسين موسوي استازي علي اکبر محتشمي پور له ساتونکې شورا سره تر کتو وروسته د ټاکنو د بې پرې پلټنو غوښتنه کړې ده :
'' موږ د يوې حقيقت موندونکې کمېټې د جوړولو وړانديز کوو چې په ټاکنو کې هغه تخلفات وڅيړي چې له ټاکنو وړاندې او د ټاکنو پر مهال شوي دي . دغه کمېټه بايد په ټولنه کې د اعتماد وړشخصيتونو نه چې ټولو خلکو ته د باور وړ وي جوړه شي .'' د موسوي پلويان وايي چې نن له غرمې وروسته به په تهران کې خپلو احتجاجونو ته بيا دوام ورکړي . رپوټونه وايي چې د موسوي دوه جګپوړي پلويان اقتصاد پوه سعيد ليلاز او د ټولنيزپوه حميد رضا جلالي نن چهارشنبه د جون پر 17 مه ګهيځ وختي د امنيتي ځواکونوله خوا نيول شوي دي . دغو دواړو غوښتل چې له لسګونه خبريالانو او اصلاح غوښتونکو لاريون کوونکو سره يوځای شي . تېره ورځ د تهران په اخ وډب کې اووه تنه لاريون کوونکي ووژل شول او ګڼ شمېر نور د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول . |
ورسره تړلي نور خبرونه
ايران: رايې دې بيا وشمېرل شي 16 جون, 2009 | خبرونه
جوبايډن : د ايراني ټاکنو د پايلو په اړه شکمن يم15 جون, 2009 | نړۍ
موسوي: تهران کې مظاهره نه کوو15 جون, 2009 | نړۍ
ايران: احمدي نژاد د ټاکنو ګټونکی شو13 جون, 2009 | نړۍ
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||