10:52 گرينويچ 2008 ,17 نومبر
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرگي لاوروف ويلي چې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په ترهگرۍ کې د ښکېلو او پېژندل شويو لوړپوړو طالب مشرانو سره خبرې اترې ناشونې دي .
ښاغلي لاوروف، له روسۍ راديو (اخو موسکيو) سره دغه خبرې په يوه مخکېنۍ ثبت کړاى شوې راديويي وينا کې کړې دي .
'نه پخلا کېدونکي دريځونه'
د روسيې د بهرنيو چارو وزير د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د امريکا منتخب ولسمشر بارک اوباما هم ويلي وه، چې په افغانستان کې به له قانون منونکو طالبانو سره امريکا خبرې کوي، وويل چې : '' تاسو پوهېږئ چې موږ 'نه پخلا کېدونکي دريځونه' لرو. زموږ دريځونه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پر پرېکړو ولاړ دى .
د ملگرو ملتونو د امنيت د شورى په تور لېست کې د هغو طالبانو او د القاعده ډلې نومونه شته، چې په ترهگريزو فعاليتونو کې ښکېل پېژندل شوي، او له دوى سره هېڅ ډول اړيکه ناسمه ده .
سيرگي لاوروف وايي چې دا نه يوازې د روسيې دريځ دى، د امنيت شورى هم دا پرېکړه ده، او موږ به له خپل دريځه دفاع کوو .
ده دا هم ويلي ټول هغه وسله وال چې غواړي وسله پر ځمکه وغورځوي، زه په دې باور يم چې د سياست لاره پرانيستې ده .