|
پاکستان: د امريکا هوايي بريد پنځه کسان وژلي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني چارواکو ويلي نن سهار (چهارشنبه، د نومبر ١٩) د امريکا بې پيلوټه الوتکې د سرحد ايالت د بنو ښار پر يوۀ کور بريد کړى
چې پنځه کسان په کې وژل شوي څلور نور ټپيان دي .
پاکستانۍ چارواکو ويلي چې په وژل شويو کې دوه کسان بهرنيان دي . د ويلو ده چې د امريکا هوايي بريدونو د شاوخوا ١٠٠ کسانو ژوند اخيستى، چې ډېرى يې د پاکستان په قبايلي سيمو کې بې گناه ولسي وگړي دي . په پاکستان کې د امريکا بريدونو د پاکستانيانو اندېښې زياتې کړې، چې د شنونکو په وينا ورځ تر بلې له امريکا سره د پاکستانيانو کينه مخ پر ډېرېدو ده . د پاکستان حکومت وايي چې يو اړخيزه دي، چې افغان پولې ته څېرمه د پاکستان په قبايلو سيمو کې ترسره کېږي . د پاکستان يوۀ امنيتي چارواکي، چې د نامۀ له اخيستلو يې ډډه کړې، ويلي چې د امريکا په وروستي هوايي بريد کې يو قبايلي مشر هم وژل شوى دى . بنو ښار د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان پر وروستۍ څنډه کې پروت دى، چې د ډېرى په وينا دا د القاعده او طالبانو لپاره ښه پټن ځاى دى .
خو دا لومړى ځل دى، چې امريکا د پاکستان پر قبايلي سره سربېره پر ښارونو هم هوايي بريدونه کوي . تر دې وړاندې د تېرې جمعې په ورځ په شمالي وزيرستان کې د توغندي په بريد کې اته وسله وال کسان وژل شوي ول . دا په داسې کال کې ده چې د پاکستان ولسمشر علي اصف زرداري د امريکا له ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما غوښتي وغوښتل، چې په قبايلي سيمو کې د امريکا په ستراتيژۍ کې بدلون راولي . زرداري له يوۀ تلوېزيون سره په مرکه کې ويلي وو چې : '' د امريکا دغه سياست د پاکستان د سيادت لپاره د اندېښنې وړ دى او له دې سره د ولس کينه لانوره هم زياتېږي . '' په تېرو درېيو مياشتو کې د امريکا له خوا د پاکستان پر قبايلي سيمو شاوخوا ٢٠ هوايي بريدو نه شوي, چې د امريکا په وينا په کې د طالبانو لسگونه مشران وژل شوي دي، خو ځايي خلک وايي چې په بريدونو کې ډېرى ولسي وگړي وژل شوي . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||