|
امريکايۍ جنرالې ته څلور ستوريزه رتبه ورکړل شوه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د دفاع په وزارت (پنتاگان) کې د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې امريکايۍ افسرې دان ووډي ته، چې د امريکا په پوځ کې يې شا
خوا ٣٠ کاله دنده ترسره کړې، د څلورو ستورو رتبه ورکړل شوه .
ويل کېږي، چې دا د امريکا په پوځ کې لومړۍ ښځينه جنراله ده، چې په دغې رتبې سره نازول کېږي . آغلې ووډي ويلي چې د خپلې رتبې د لوړېدو د خبر په اورېدو سره له خوښۍ په خپلو جامو کې نه ځايېده، او هېڅکله يې دا فکر نه کاوۀ چې دغې رتبې ته به ورسېږي . دا وايي: '' خلک له ماپوښتي چې ايا کوم وخت دې د جنرالۍ د دندې ترلاسه کولو سوچ کړى و، زۀ وايم چې هېڅ په خوب کې مې هم داسې نه وو ليدلي، دا خو پرېږده چې د څلور ستورو رتبه خپله کړم. '' دان ووډي د خپلې رتبې د لوړېدا په مراسمو کې وويل چې :'' د هرې بريالۍ ښځې تر شا يو لوى سړى دى، تر ما پرته هېچا ته د خوښۍ دا ډول بيړنى خبر نه دى رسېدلي، طبيعي ده، چې زما خاوند به هم زما په شان خوشاله وي .'' دان ووډي د امريکا د هوايي ځواکونو له يوه متقاعد جنرال سره واده کړى، چې د کورنۍ ټول غړي يې د امريکا په پوځ کې دندې لري . '' پرانيستې دروازې'' د امريکا په پوځ کې يوه لوړرتبه جنرال جورج کاسي وويل چې:'' د دان ووډي کورنۍ له ازادۍ وروسته د امريکا په ټولو جگړو کې برخه اخيستې ده . ''
بل خوا د امريکا د دفاع وزير رابرټ گېټس هم د دان ووډي فعاليتونه ستايلي او زياته کړې يې ده، چې د امريکا په تاريخ کې به د دې ستايل شوې کارنامې وليکل شي . اوسمهال دان ووډي د امريکا په پوځ کې د لوجيستيک مشره ده . د امريکا په پوځ کې ٢١ داسې ښځې شته، چې د جنرالۍ رتبې لري، چې ډېرى يې يو ستوريزه نښان لري . د امريکا په پوځ کې ټول ټال ١٤ په سلو کې ښځينه پوځيانې دي، چې شمېر يې شاوخوا ٥٠٠ زرو ته رسېږي . د امريکا پوځ ښځينه وو ته په جگړه کې په مستقيم ډول د برخې اخيستو اجازه نه ورکوله، خو په وروستيو لسيزو کې دا اجازه ورکړل شوه، چې د پوځ په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړي . دان ووډي وايي په تېرو ٣٠ کلونو کې زما د شخصي تجربې له مخې، ويلاى شم، چې ښځينه وو ته په پوځ کې د دندې ترسره کولو لړۍ مخ په پراخېدو ده، او دا فرصتونه ښايي لا نور هم ډېر شي . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||