|
لاوروف: له طالب مشرتابه سره خبرې ناشونې دي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرگي لاوروف ويلي چې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په ترهگرۍ کې د ښکېلو او پېژندل شويو لوړپوړو
طالب مشرانو سره خبرې اترې ناشونې دي .
ښاغلي لاوروف، له روسۍ راديو (اخو موسکيو) سره دغه خبرې په يوه مخکېنۍ ثبت کړاى شوې راديويي وينا کې کړې دي . 'نه پخلا کېدونکي دريځونه' د روسيې د بهرنيو چارو وزير د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د امريکا منتخب ولسمشر بارک اوباما هم ويلي وه، چې په افغانستان کې به له قانون منونکو طالبانو سره امريکا خبرې کوي، وويل چې : '' تاسو پوهېږئ چې موږ 'نه پخلا کېدونکي دريځونه' لرو. زموږ دريځونه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پر پرېکړو ولاړ دى . د ملگرو ملتونو د امنيت د شورى په تور لېست کې د هغو طالبانو او د القاعده ډلې نومونه شته، چې په ترهگريزو فعاليتونو کې ښکېل پېژندل شوي، او له دوى سره هېڅ ډول اړيکه ناسمه ده . سيرگي لاوروف وايي چې دا نه يوازې د روسيې دريځ دى، د امنيت شورى هم دا پرېکړه ده، او موږ به له خپل دريځه دفاع کوو . ده دا هم ويلي ټول هغه وسله وال چې غواړي وسله پر ځمکه وغورځوي، زه په دې باور يم چې د سياست لاره پرانيستې ده . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||