|
اف اې او: په افغانستان کې د خوړو کموالی ډېر دی
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتونو د خوراک او کرنې نړيوال سازمان اف اې او له افغان حکومت او مرستندويو ټولنو غوښتي چې په افغانستان کې د خوراکي
توکو د کموالي پر وړاندې د مبارزې لپاره د کرنيزو جوړښتونو په برخه کې سترې پانگونې وکړي .
د دغه سازمان مشر اعلان کړى چې د اوبو پر سرچينو او د کروندگرو لپاره د اصلاح شويو تخمونو پر وېشلو پانگونه به وکړاى شي چې افغانستان د خوراکي توکو په برابرولو کې په ځان بسيا کړي . افغان حکومت اعلان کړى سږ کال شپږو ميليونو ټنو غنمو ته اړتيا لري چې څه ناڅه څلور ميليون ټنه يې په کور د ننه توليد شوي او پاتې دوه ميليونه ټنه يې بايد له بهرنيو هېوادونو وارد کړي . که څه هم ويل کېږي چې د افغانستان ٨٠ په سلو کې اوسېدونکي پر کرنيزو چارو بوخت دي، خو لا تراوسه دغه هېواد د خوراکي توکو په ځانگړې توگه د غنمو په برابرولو کې پاتې راغلى او د بهرنيو مرستو لپاره يې لاسونه غځولي دي . په دغه هېواد کې د کوکنارو کرل ، د اوبخور د سيستم نشتوالى او کرنيزو چارو ته نه پاملرنه هغه لاملونه دي چې افغانستان يې د خوراکي توکو په برابرولو کې تر ډېره بريده نورو هېوادونو پورىې تړلى دى . د ملگرو ملتونو د خوراک سازمان اف اې او د دغې ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغان حکومت او مرستندويو ټولنو غواړي چې پر کرنيزو سيستمونو سترې پانگونې وکړي .
د دغه سازمان مشر 'تکي ستي تيکي' وايي اوس مهال د افغانستان ٣١ په سلو کې کروندگر کرنيز اصلاح شوي تخمونه له بهره پېري : '' د ٢٠٠٤ کال د څېړنې لاس ته راوړنې ښيي چې د افغانستان ٣١ په سلو کې کروندگر د غنمو اصلاح شوي تخمونه له رسمي او نارسمي سرچينو پېري . هغه اصلاح شوي تخمونه چې شته د کروندگرو اړتياوې نه شي پوره کولى، له همدې امله موږ له حکومت او مرستنديو ټولنو غواړو چې پر کورنيو منابعو پانگونه وکړي . افغانستان د اوبو طبيعي سرچينې لري ، د دغه هېواد خلک د کار ځواک لري، د افغانستان اوبه، هوا او ځمکه د کروندگرۍ لپاره مساعده ده خو تراوسه پورې دغه هېواد د خوراکي توکو په برابرولو کې بهرنيو سرچينو پورې تړلې پاتې شوى .'' د ملگرو ملتونو د خوراک د نړيوال سازمان مشر زياتوي له اصلاح شويو تخمونو کار اخستل ٣٠ په سلو کې د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي لامل گرځي . د ښاغلي تيکي په وينا سږ کال د افغانستان د کرنيزو توکوکچه د تېرکال په پرتله ٣٨ په سلو کې ټيټه شوې، خو زياتوي په نړۍ کې د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي له امله تمه کيږي چې راتلونکي کال به زيات شمېر افغان کروندگر د غنمو کر ته مخه کړي . اف اې او وايي افغان کروندگرو ته د اصلاح شويو کرنيزو تخمونو او د څارويو لپاره د خوراکي توکو په برابرولو کې په خپلو ژمنو ولاړ دى او د افغانستان د خوراکي توکو د خونديتوب په اړه پنځه کلن پروگرام هم په پام کې لري . افغان حکومت اعلان کړى چې سږ کال شپږو ميليونو ټنو غنمو ته اړتيا لري چې دوه ميليونه يې بايد له بهره وارد کړي . د کرنيزو پروگرامونو د پياوړتيا لپاره په ځانگړې توگه د اوبو د لويو بندونو جوړول د پاريس په ناسته کې د افغان حکومت له اړينو وړانديزونو نه ول چې دغه ناسته د روان کال په جون کې شوې وه . افغان حکومت په دغې ناستې کې د کرنيز سيستم د پياوړي کولو په موخه د دوه نيم ميلياردو ډالرو د مرستې غوښتنه کړى وه . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||