 |
|
| تکسيروکي د دوو اسپانوي پوليسو په وژنه تورن دی. |
د فرانسې د کورنيو چارو وزيرې ميشيل اليوت ماري ويلي جارکورتز اسيازو روبينا، چې په 'تکسيروکي' هم شهرت لري، تېره شپه د فرانسې
په جنوبي غرونو البرانس کې نيول شوى .
آغلې ماري زياته کړې چې تکسيروکي په ٢٠٠٧ کال کې د فرانسې په سويل کې د دوو اسپانوي پوليسو په وژلو تورن و .
د ''ايتا '' جدايي غوښتونکې ډله، د تېرو ٤٠ کلونو په اوږدو کې د شاوخوا ٨٢٠ کسانو د وژلو پړه بلل شوې ده .
دغه ډله غواړي چې د باسک سيمه ازاده کړي او خپلواکه يې اعلان کړي .
يادې شوې ډلې د ٢٠٠٦ کال په ديسمبر مياشت کې خپل بريدونه وروسته له هغه زيات کړل، چې له اسپانوي حکومت سره په پټو خبرو کې پاتې
راغله .
|