|
نړيوالې سرمشريزې د گډو هڅو پرېکړه وکړه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د دغه پلان له مخې هېوادونه کولاى شي، چې له ټاکلو اصولو سره سم د خپل اقتصاد د رغولو لپاره ځانگړي اقدامات وکړي .
ولسشمر بوش اوسنۍ سرمشريزه ډېره بريالۍ وبلله . د شلو بډايه هېوادونو دغه سرمشريزه، چې د نړۍ د اوو لويو صنعتي هېوادونو په ګډون روسيې، چين، هند او برازيل هم په کې برخه اخيستې، دغه شل بډايه هېوادونه د نړيوال اقتصاد 85 سلنه جوړوي . د واشنګټن دغه سرمشريزه د نړيوال اقتصادي بحران د بيارغونې په موخه پر شپږو ټکو سره سلا شول، چې مهم يې په لاندې ډول دي: د نړيوال وجهي صندوق او نړيوال بانک په څېر په نړيوالو مالي موسسو کې بيارغاونه . د ٢٠٠٨ په پاى کې دا پرېکړه کول، چې نړيواله ازاده سوداگري به پيلېږي. په نړيوالو مالي بازارونو کې د شفافيت څېړنه . په له خطره ډکو چارو کې د بانکونو او مالي موسسو نه گډون کول . په هر هېواد کې د مالي سيالۍ د نظام غښتلتيا . سرمشريزې پرېکړه وکړه، چې د ٢٠٠٩ کال د مارچ مياشتې له ٣١ وړاندې بايد د مالي بازارونو کنټرول ښه کړاى شي، او د ٢٠٠٩ په اپريل کې د يوې مياشتې د لاسته راوړنو د څېړنې په موخه بله سرمشريزه راوبلل شي .
د فرانسې ولسمشر نيکولا ساغکوزي غوښتنه وکړه، چې راتلونکې سرمشريزه دې په لندن کې جوړه شي، خو په اړه يې سرمشريزې کومه رسمي پرېکړه ونه کړه . دوى پر دې هم سلا شول، چې هر هېواد حق لري د خپلو اقتصادي ظروفو په رڼا کې په خپلو مالي سياستونو پوره کنټرول ولري، لکه د ونډو د بازار گټه . د سرمشريزې پايلو ته هرکلى د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما په خپلو څرگندونو کې د سرمشريزې د پرېکړې په اړه وويل دى هم د نړيوال اقتصادي کړکېچ د بيارغونې پلوى دى . نوموړي په دغه سرمشريزه کې ونډه وانخيسته، خو په نيابت کې د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره مادلين اولبرايټ او د کانگرېس پخواني غړي جين ليش برخه اخيستې وه . دغو دواړو استازو د سرمشريزې له گډونوالو سره جلا ناستې لرلې، چې په ترڅ کې يې وويل اوباما د شلو بډايه هېوادونو له گډو هڅو سره ملگرى دى .
بل خوا ولسمشر بوش وويل چې د سرمشريزې پايلې تر اټکل هم ور اخوا بريالۍ وې، ده وويل چې د نړيوال اقتصادي بحران د لا ښه شفافيت رامنځه کولو لپاره ډېرو هلو ځلو ته اړتيا ده . د روسيې ولسمشر ديمتري مدويديف وويل د دويمې نړيوالې جگړې وړاندې وضعه شوى نړيوال مالي نظام اوسمهال چندانې مناسب نه دى . مدويديف زياته کړه بايد د اقتصاد رغولو لپاره شفافې، عادلې، فعالې او قانوني موسسې جوړې کړاى شي . د برازيل ولسمشر لولا دي سيلفا هم د سرمشريزې پايلې وستايلې او د خپل هېواد د اقتصاد د رغولو لپاره يې گټورې وبللې . دي سيلفا وويل تر دې وړاندې يې داسې سوچ نه کاوۀ، چې نړيوال بډايه هېوادونه دې د نړيوال اقتصاد په رغولو کې دا ډول رول ولوبوي . د مکسيک ولسمشر فيليپ کالديرون له نړيوالو مالي ټولنو غوښتنه وکړه، چې د بې وزله هېوادونو د اقتصاد په پورته کولو کې دې فعاله او اغېزناکه ونډه واخلي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
په واشنګټن کې د نړيوال مالي کړکېچ سرمشريزه15 نومبر, 2008 | خبرونه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||