13:12 گرينويچ 2008 ,22 جولاى
په روانه مياشت کې د بيت المقدس په يهودمېشته سيمه کې دويم بلدوزري بريد شوى چې پوليسو يې چلوونکى وژلى دى .
دغه پېښه هغه هوټل ته نژدې شوې ده، چې ټاکل شوې په امريکا کې ولسمشرۍ ته د ديموکرات گوند نوماند بارک اوباما به هلته ورځي .
ټاکل شوې وه چې ښاغلى اوباما به نن سې شنبه اسرايل ته ورځي .
رپوټونه وايي چې په دغه بلدوزري پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي دي . خو لا ترواسه د بلدوزر د چلوونکي د تابعيت په اړه څه نه دي ويل
شوي .
اسرايلي پوليسو دغه پېښه يو ترهگريز بريد بللى دى، او تر اوسه يې چا پړه پرغاړه نه ده اخيستې .
د اسرايلو د پوليسو وياند ويلي دغه بلدوزر د يوې ودانۍ له انگړه راوتلى، چې موخه يې دوه پر سړک تېرېدونکي موټر ول، چې بلدوزر له بريده وروسته خپله لاره وهلې ده خو په پاى کې يې چلوونکى د پوليس په ډزو وژل شوى دى .
شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم دې ته ورته پېښه د يوه فلسطيني وگړي له خوا وشوه، چې خپل بلدوزر يې د اسرايلو د سپرلۍ له يوه بس سره جنگاوۀ چې په پايله کې درې کسان ووژل شول .
پوليسو د بلدوزر دغه فلسطينى چلوونکى د ټوپک په ډزو وواژۀ .
دغه پېښه درې اوونۍ وړاندې د بيت المقدس په لوېديځ يافا څلورلاري کې شوې وه .