|
''رادوان کاراجيج دهاگ محکمې ته نه سپارو''
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سربستان د جنگي مشر رادوان کاراجيج مدافع وکيل ويلي چې نوموړى به د جنايي جرمونو نړيوالې محکمې ته ونه سپاري .
ښاغلى کاراجيج د تېرې دوشنبې په ورځ ونيول شو . ده په ٩٠ مه لسيزه کې په بوسنيا کې د انسانيت ضد په جرمونو کې ونډه درلوده . دغه محکمه چې مرکز يې په هاگ کې دى، د کاراجىچ د نيولو او په دې تور چې د انسانيت ضد په جرمونو يې لاس پورى کړى او ډله ييز وژنه يې کړې ده، د محاکمې غوښتنه کړې ده . بل خوا د سربستان د بهرنيو چارو وزير فوک گريميچ اعلان کړى چې د ښاغلي کاراجيج نيونه د دې ښه څرگندويه ده چې هېواد يې د اروپايي اتحاديې پر اصولو کلک ولاړ دى . اروپايي اتحاديې له سربستان څخه غوښتي وو چې کاراجيج او يو شمېر نور تورن کسان ونىسي . کاراجيج يوازې څو اوونۍ وروسته له هغه ونيول شو کله چې د سربستان د حکومت نوې ادارې د دغه هېواد واگي په لاس کې واخيستل ، دغه نوې اداره هڅه کوي چې سربستان په اروپايي اتحاديه کې دايمي غړيتوب ولري . د سربستان د بهرنيو چارو وزير له بي بي سي سره په خپلو خبرو کې ويلي چې : '' د سربستان د حکومت له لومړيتوبونو څخه يو دادى چې په اروپايي اتحاديه کې مکمل غړيتوب ولري . '' ٦٣ کلن کاراجيج په بلگراد کې د تحقيق پرمهال پر خپلو کړيو جنگي جرمونو اعتراف کړى . د نوموړي له اعتراف وروسته قاضي د جنايي جرمونو نړيوالې محکمې ته د کاراجيج د سپارلو پرېکړه وکړه، د ده مدافع وکيل ويلي چې د کارجيچ د پرېکړې په اړه دې بيا غور وشي . په هره ژبه په بلگراد کې د بي بي سي خبريال وايي نېک تورپ ويلي چې په ښار کې د هر چا په خولۀ د کاراجيج د نيونې خبرې روانې دي، او دلته د نورو تورنو د نيولو خبرې هم کېږي، چې هغه راتکو ملاديچ او گوران هاجيچ دي .
د سربستان چارواکو لا له وړاندې د کارجيچ د نيولو په اړه جزييات ورکړي وو، چې په وينايي نوموړى په پلازمېنه کې په يوه بس موټر کې له جعلي پېژندپاڼې او اسنادو سره ونيول شو . ده د سربستان په پلازمېنه بلگراد کې په يوه عنعنوي طبي کتنځي کې کار کاوۀ . د نوموړي هغه انځورونه چې خبريالانو ته ښودل شوي، تر پخوانيو هغو ډېر توپير درلود، په نويو عکسونو کې يې اوږده ږيره او سپين وېښتان دى . رادوان کاراجيج په بوسنيا کې د مسلمانانو په ډله ييزه وژنه تورن دى ، چې په بوسنيا کې د له جگړې وروسته په نړيواله کچه تر څارنې لاندې ونيول شو . د ١٩٩٢ او ١٩٩٥ کلونو ترمنځ د بوسنيا په کورنيو جگړو کې لسگونه زره خلک ووژل شول . دغه بوسنيايى قومندان د ٧٥٠٠ نارينه وو او ځوانانو مسلمانانو د ډله ييزې وژنې په رهبري کولو تورن شوى دى . په ١٩٩٦ کال کې د ديتون د سولې له پرېکړې وروسته ښاغلى کاراجيج ترى تم شو، چې په لوېديځ کې استخباراتي شبکې يې لس کاله په لټه کې وې . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||