|
د زيمبابوې چارواکي په خبرو اترو کولو سلا شول
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د زيمبابوې ولسمشر رابرټ موگابې او د ټلوالې مشر مورگان چانگيراى د سوېلي افريقا د ولسمشر پروړاندې د خبرو اترو پرېکړه لاسليک
کړه .
د پرېکړې موخه په دغه هېواد کې روان تاوتريخوالي ته د پاى ټکي اېښودلو په مانا ده . د دغې پرېکړې پربنسټ، به دوه اوونۍ وروسته د واک د وېشلو په اړه خبرې اترې پاى ته ورسېږي . د دغو خبرو اترو ډېر تمرکز به په دغه هېواد کې د امنيت د ټينگولو، د سياسي او اقتصادي چارو په پياوړي کولو راڅرخېږي . همدارنگه، د خبرو اترو موخه به د نوي دولت د لومړيتوبونو په پام کې نيول هم وي . د لاسليک شوې پرېکړې پر اساس به دواړه غاړې تر ډېره بريده په دې هڅه کې وي چې روان کړکېچ پاى ته ورسوي . لس کاله وروسته ليده کاته دغه خبرې اترې د زيمبابوې د پلازمېنې هراري په هتلي کې ترسره شوې دي، چې په اوږدو کې يې رابرټ موگابې او مورگان چانگيراى په تېرو لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره سره يو ځاى شول .
ښاغلي چانگيراى له دواړو مخالفو ښکېلو ډلو وغوښتل چې د دغو سياسي خبرو اترو لپاره له يو بل سره مرسته وکړي . خو ښاغلي موگابې بيا د سوېلي افريقا د ولسمشر تابوامبکي د منځگړيتوب د درناوي په موخه ويلي چې د زيمبابوې ولس د امريکا او اروپايي اتحاديې له لاسوهنې پرته د خپل هېواد د روان کړکېچ حل لاره غواړي . |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||