BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:12 گرينويچ 2008 ,22 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په بيت المقدس کې دويمه بلدوزري پېښه
 
په بيت المقدس کې د لومړۍ پېښې پخوانى عکس
په پېښه کې د څلور کسانو د ټپي کېدا خبر ورکړل شوى دى .
په روانه مياشت کې د بيت المقدس په يهودمېشته سيمه کې دويم بلدوزري بريد شوى چې پوليسو يې چلوونکى وژلى دى .

دغه پېښه هغه هوټل ته نژدې شوې ده، چې ټاکل شوې په امريکا کې ولسمشرۍ ته د ديموکرات گوند نوماند بارک اوباما به هلته ورځي .

ټاکل شوې وه چې ښاغلى اوباما به نن سې شنبه اسرايل ته ورځي .

رپوټونه وايي چې په دغه بلدوزري پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي دي . خو لا ترواسه د بلدوزر د چلوونکي د تابعيت په اړه څه نه دي ويل شوي .
اسرايلي پوليسو دغه پېښه يو ترهگريز بريد بللى دى، او تر اوسه يې چا پړه پرغاړه نه ده اخيستې .

د اسرايلو د پوليسو وياند ويلي دغه بلدوزر د يوې ودانۍ له انگړه راوتلى، چې موخه يې دوه پر سړک تېرېدونکي موټر ول، چې بلدوزر له بريده وروسته خپله لاره وهلې ده خو په پاى کې يې چلوونکى د پوليس په ډزو وژل شوى دى .

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم دې ته ورته پېښه د يوه فلسطيني وگړي له خوا وشوه، چې خپل بلدوزر يې د اسرايلو د سپرلۍ له يوه بس سره جنگاوۀ چې په پايله کې درې کسان ووژل شول .

پوليسو د بلدوزر دغه فلسطينى چلوونکى د ټوپک په ډزو وواژۀ .

دغه پېښه درې اوونۍ وړاندې د بيت المقدس په لوېديځ يافا څلورلاري کې شوې وه .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت