|
هند: ځانمرگي بريد دوه هندي ديپلوماتان وژلي دي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هند د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې په کابل کې ددغه هېواد پر سفارت په ځانمرگي بريد کې دوه هندي ديپلوماتان وژل شوي دي .
د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل کې د هندوستان سفارت دروازې ته څېرمه ځانمرگى بريد وشو چې شاوخوا ٢٠٠ کسانو ته پکې مرگ ژوبله واوښته . په دغه بريد کې د هند د سفارت پنځه کارکوونکي ووژل شول . د هند د بهرنيو چارو وزير ' پراناب موخرجي' په افغانستان کې د هند پر سفارت ځانمرگى بريد په سختو ټکو وغاندۀ . د بهرنيو چارو وزير په خپلو لنډو څرگندونو کې دغه بريد يو ترهگريز کار او ناځوانمردانه چاره وبلله . ده وويل په بريد کې د هند يو پوځي او يو ديپلومات وژل شوي دي . همدارنگه په دغه ځانمرگي بريد کې د هند سفارت دوه هندي ساتوکي او د سفارت يو افغان کارکوونکى وژل شوي دي . د هند د لوړپوړو چارواکو په نوي ډيلي کې يوه بېړنۍ ناسته کړې او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت يو لوړ پوړى پلاوى يې په کابل کې پر خپل سفارت د ځانمرگي بريد د ارزونې په موخه افغانستان ته استولى دى . همداراز د هند د دفاع وزارت هندوستان ته د وژل شويو هندي وگړيو د وړلو لپاره کابل يوه الوتکه لېږلې ده . هند له افغانستان سره نژدي اړيکي لري او د افغانستان په ځينو ستراتيژيکو او بېخ بناوو په بيا رغاونه کې يې پانگونه کړې ده . که څه هم په دې وروستيو کلونو کې په افغانستان کې يو شمېر هندي کارکوونکي وژل شوي دي، خو د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل کې د هند پر سفارت دغه لومړۍ ځانمرگى بريد وو چې شاوخوا ٢٠٠ کسانو ته پکې مرگ ژوبله واوښته . د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې دا ډول بريدونه به د افغانستان له خلکو او دولت سره د هند شوې ژمنې ټکنۍ نه کړي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
په کابل کې ځانمرگي بريد لسگونه کسان ووژل07 جولاى, 2008 | خبرونه
'له هند سره به مودوستانه اړيکي کمزوري نشي'07 جولاى, 2008 | خبرونه
م.م دافغانستان د ناامنيو په ډېروالي اندېښمن دي07 جولاى, 2008 | خبرونه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||