BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:42 گرينويچ 2008 ,09 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اوباما، کلينټن: له عراقه دې پوځيان وايستل شي
 
جنرال پټريوس او هيلري کلينټن
د مشرانو جرگې له ناستې وړاندې جنرال پټريوس د هيلري کلينټن لاس ښوروي .
د امريکا دديموکرات گوند دوو مخکښو کانديدانو باراک اوباما او هيلري کلينټن ويلي چې له عراقه دې امريکايي پوځيان وويستل شي .

خو دا يې نه ده څرگنده کړې چې له عراقه به د امريکايي پوځيانو ويستل څه مهال پيل او په څه ډول وي .

دغه څرگندونې اوباما او کلينټن د امريکا د مشرانو د جرگې په يوۀ ناسته کې په عراق کې د امريکايي ځواکونو د قومندان ډيويډ پټريوس او امريکايي سفير ايان کروکر د راپور وړاندې کولو پرمهال کولې .

ښاغلي اوباما وويل چې د امريکا متحد ايالتونه بايد له عراقه د خپلو پوځيانو د ويستلو مهالوېش وټاکي، څو په دې هېواد کې عراقي چارواکي دې ته اړکړاى شي چې د سولې او ټيکاو په برخه کې خپلې هلې ځلې چټکې کړي .

همدارنگه اومابا په عراق کې د سولې او ټيکاو راوستلو په برخه کې له ايران سره د خبرو اترو د پيلولو غوښتنه هم وکړه .

ده وويل: '' د (عراق ولسمشر) المالکي د خپل هېواد او ايران ترمنځ طبيعي اړيکي ساتلى شي، نو په عراق کې د سولې او ټيکاو راوستلو په موخه ولې له ايران سره خبرې اترې نه کوو.''

بل پلو سناتوره هيلري کلينټن د مشرانو جرگې په ناسته کې وويل چې اوس دا وخت رارسېدلى چې له عراق نه دې امريکايي پوځيان وويستل شي .

باراک اوباما
اوباما وايي فکر نه کوم چې د عراق او ايران له جوړجاړي پرته دې موږ په عراق کې د سولې په راوستو کې بريالي شو.

خو جمهوريت غوښتونکي کانديد سناتور جان ماکين بيا غونډې ته وويل چې دده په اند اوس له عراق څخه د امريکايي پوځيانو د ويستلو مناسب وخت نه دى، که چېرې موږ خپل ځواکونه وباسو ښايي چې له ناکامۍ سره مخامخ شو او جگړې ته به بيا له سره اړتيا پيدا شي .

ښاغلي ماکين وويل: ''که چېرې موږ له عراق نه خپل ځواکونه وباسو، بيا زموږ مرستندوى عربي هېوادونه، ملگري ملتونه او په خپله عراقيان هم ملاتړ ونه کړي .''

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت