لندن: له کانټينره ژغورل شوي کډوال افغان سکان دي

  • 17 اګست 2014 - 26 زمری 1393
بېړۍ د انگلستان د تېلبري بندر ته راغلې وه

د لندن پوليس وايي، د مېرمنو او ماشومانو په گډون هغه ٣٥ تنه چې پرون په تېلبري بندر کې، پر بېړۍ بار يوۀ کانټينر کې وموندل شول افغان سېکان دي.

په کانټينر کې يو کس مړ موندل شوى دى.

دوى په روغتون کې تر درملنې لاندې و، او اوس٣٠ تنه يې بېرته پوليسو ته سپارل شوي دي.

ټاکل شوې له دغو وگړو پوښتنې ګروېږنې وشي چې څنگه په کانټينر کې ځاى پرځاى شوي و.

د مړه موندل شوي کس د مرگ لامل مالومولو لپاره پوليسو پلټنې پيل کړي دي.

دا کسان په هغه بېړۍ کې وو چې پرون سهار له بلجيم څخه انگلستان ته رارسېدلې وه.

د برتانېې د پوليسو يو افسر ټريور راى وايي، په بندر کې دغه کانټينر ته د کارکوونکو پام هغه مهال واوخت چې له منځه يې د خلکو چيغې او کوکارې واورېدل شوې.

"د بندر کارکوونکوي هغه مهال له دې خبر شول چې د کانټينر له منځه يې د خلکو چيغې اوکوکارې واورېدلې، له همدې امله يې په سم لاسي توگه گام واخيست او د کانټينر دروازه يې ماته کړه. پنځه ديرش کسان يې په کې وموندل. چې کوچنيان هم په کې دي."

د دې کانټينر له خلاصولو وروسته پوليسو په بيړۍ کې بار نور پنځوس کانټينرونه هم ولټول خو څوک يې ونه موندل.

دا لا معلومه نه ده چې دغو وگړو کوم ځي ته ورتگ غوښتل او يا دا چې دا کانټينر په لومړي سر کې بلجيم ته له کوم ځاى څخه ورغلى وو، خو اوس په بلجيم کې پوليس وايي هغه لارۍ يې د امنتي کمرو په وسيله اخيستل شوو عکسونو څخه پېژندلې ده چې دا کانټينر يې راوړى وو.

د برتانېې د کډوالۍ او امنيتي چارو مرستيال وزير جيمز بروکنشاير وايي دې پېښې وښودله چې لاقانونه کډوالي تل ځان سره لوى بشري تاوانون لري.

" دا ډول کړنې د جنايي ډلو لخوا ترسره کيږي، ځکه نو د برتانېې حکومت د نورو اروپايي هېوادو اړوندو ادارو سره له نژدې کار کوي چې انساني قاچاق کې ښکېلې ډلې په آزاد ډول کار ونه کړاى شي."

برتانيا يو له هغه هېوادو څخه ده چې د حکومت له سختو گامونو سره سره يې هر کال ډېر شمېر کسان هڅه کوي چې په نا قانونه توگه دې هېواد ته پناه راوړي.

ورته مطالب