BBC navigation

نظر پوښتنه:امریکا کې اوباما تر ټولو لږ محبوبیت لري

د خپريدو وخت: 04:57 گرینویچ - پنجشنبه 03 جولاې 2014 - 12 چنګاښ 1393

د امریکا ۱۲ ولسمشرانو تر منځ بارک اوباما او جورج بوش د امریکایانو له خوا تر ټولو ناخوښ ولسمشران ګڼل شوي.

په امریکا کې د ولسمشرانو د محبوبیت په تړاو یوې ترسره شوې نظر پوښتنې ښوولې چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر بارک اوباما د امریکایانو تر منځ تر ټولو کم محبوبیت لري.

نظر پوښتنه کې دا په ډاګه شوې چې ۳۰ سلنه امریکایانو د دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا بارک اوباما د امریکا تر ټولو خراب ولسمشر ګڼلی.

نوموړی د دویم جارج ډبلیو بش نه هم په امریکایانو کې کم محبوبیت لري.

په دغه نظرپوښتنه کې د امریکا د هالېووډ پخوانی فلمي ستوری رونالډ ریګن په لومړي سر کې راغلی او د نظرپوښتنې نژدې ۴۰ سلنه ګډون کوونکیو نوموړي سره مینه ښوولې او دی یې غوره ولسمشر بللی.

له ښاغلي ریګن وروسته بل کلینټن او جان اېف کینېډي هغه ولسمشران دي چې د امریکا وګړو ورسره تر نورو ډېره مینه ښوولې.

دغه نظرپوښتنه د کوینیپیاک پوهنتون له خوا ترسره شوې.

"له ښاغلي ریګن وروسته بل کلینټن او جان اېف کینېډي هغه ولسمشران دي چې د امریکا وګړو ورسره تر نورو ډېره مینه ښوولې."

په سروې کې امریکایانو له بارک اوبام دومره سر ټکولی چې ډېریو یې ویلي که د ۲۰۱۲ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ده سیال او جمهوري غوښتونکی مېټ رومني د امریکا ولسمشر ټاکل شوی وای نو هېواد به یې اوس تر دې په ښه حالت کې و.

له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا په تېرو ۶۹ کلونو کې د امریکا ۱۲ ولسمشرانو تر منځ بارک اوباما او جورج بوش د امریکایانو له خوا تر ټولو ناخوښ ولسمشران ګڼل شوي، دوی دواړه د جدول په پای کې راځي، ورپسې بیا ریچارډ نکسن، جیمي کارټر، لېنډن جانسن، بېل کلینټن او جان اېف کینېډي بیا په دویم نمبر راغلی.

خو امریکایانو له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا رونالډ رېګن چې له ۱۹۸۱ کال نه تر ۱۹۸۹ کاله د دغه هېواد ولسمشر وو، تر ټولو غوره مشر ګڼلی دی.

په نظر پوښتنه کې چې کومو خلکو ګډون کړی دی دوی د بارک اوباما د نه خوښولو لاملونه د امریکا اوسنی اقتصادي حالت، د تروریزم پر ضد د باراک اوباما د حکومت جګړه او د ده بهرنۍ تګلارې او پالیسۍ په ګوته کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .