د ورکې مالیزیايۍ الوتکې وروستی تماس په ډاګه شو

  • 12 مارچ 2014 - 21 کب 1392
دغه الوتکه د شنبې په ورځ له ۲۳۹ سپرلۍ سره ترې تم شوه.

مالیزیايي چارواکي وايي د ورکې الوتکې وروستی تماس یې موندلی او ښيي چې له پرواز وړاندې هر څه نارمل ښودل شوي دي.

د اېم اېچ ۳۷۰ الوتکې پیلوټ په وروستي ځل ويلي و چې "هر څه سم دي".

اوس په همدې الوتکې پسې لټون لا نور پراخ شوی دی او د ټاپو دواړو غاړو ته غځول شوی.

د مالیزیا د هوايي چلن مشر هغه رپوټونه رد کړي دي چې ويل یې د الوتکې څرک د هېواد په لوېدیځ کې موندل شوی.

دغه الوتکه چې چین ته روانه وه د شنبې په ورځ له ۲۳۹ سپرلۍ سره ترې تم شوه.

الوتکه له کولالمپور هوايي ډګره والوته او یو ساعت وروسته ورکه وه. له پرواز وروسته له الوتکې سره هېڅ ډول تماس نه دی نیول شوی.

د مالیزیا چارواکو په بېجېنګ کې یو خبري کنفرانس ته د الوتکې د دې وروستي تماس په اړه معلومات وړاندې کړل. دا خبري غونډه د هغو ۱۵۴ چینایانو لپاره جوړه شوې وه چې خپلوان یې له همدې الوتکې سره ورک دي.

چارواکو ویلي کله چې الوتکه د مالیزیا او ویتنام تر منځ په هوا کې وه نو د مالیزیا د هوايي چلن چارواکو اعلان وکړ چې اوس نو چارې د هوچي مېن سيټي کنټرول ته سپاري.

له همدې څو شېبې وروسته له الوتکې سره هر ډول تماس پرې شو.

د چین د بهرینو چارو وزیر ويلي د الوتکې د مسیر په اړه ډېر سربداله کوونکي معلومات ورکول کېدل.

د چار شنبې په سهار بیا د مالیزیا د هوايي ځواک مشر رودزالي داود هغه تبصرې رد کړې چې ويل یې ښايي پوځ د هېواد په لوېدیځ کې د الوتکې څرک موندلی وي.

د لټې په دې عملیاتو کې ۴۰ بېړۍ او ۳۴ الوتکې وکارول شوې.

جنرال داود وويل ده هېڅکله هم دا خبر نه کړې او نه یې اورېدلې ده.

تر دې وړاندې د لټون چارې تر ډېره د مالیزیا او ویتنام پر اوبو را ټولې وې.

خو وروسته بیا پرېکړه وشوه چې نورو سیمې هم ولټول شي.

د چار شنبې په ورځ د مالیزیا چارواکو له هنده وغوښتل چې په لټون کې ورسره مرسته وکړي.

ویتنام ويلي تر اوسه یې د الوتکې موندلو په اړه پلټنې کومه پایله نه ده لرلې.

د لټې چارې وروسته له هغه نورې هم پراخې کړای شوې چې له ۹ هېوادونو نه بېړۍ او الوتکې و نه توانېدې چې دغه ورکه الوتکه پیدا کړي.

د لټې په دې عملیاتو کې ۴۰ بېړۍ او ۳۴ الوتکې وکارول شوې.

اوس له استرالیا، چین، تایلنډ، اندونیزیا، سینګاپور، ویتنام، فیلپین، نوي زیلاند او امریکا نه د لټې ټيمونه د الوتکې په لټون کې مرسته کوي.

ورته مطالب