د اوکراين موقت لومړی وزير واشنګټن ته ځي

  • 12 مارچ 2014 - 21 کب 1392
ولسمشر اوباما څو ورځې وړاندې د اوکراين لومړي وزير ته واشنګټن ته د ورتلو بلنه ورکړې وه

د اوکراين موقت لومړی وزیر ارسیني یاتڅینيوک نن ناوخته د امریکا د متحده ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما سره د لیدنې لپاره دغه هېواد ته ځي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي واشنګټن ته د ښاغلي یاتڅینوک رابلل دا په ډاګه کوي چې واشنګټن د اوکراین او د دغه هیواد د حکومت له مشروعیت څخه کلک ملاتړ کوي.

امريکا ویلي که د راتلونکې یکشنبې په ورځ له روسیې سره د کریمیا سیمې د یو ځای کیدو په اړه ټولپوښتنه وشي نو دا چاره به دپلوماسۍ ته سخت زیات ورسوي او کیدای شي پر مسکو ډیر ژر نوي بندیزونه ولګول شي.

بل خوا په کریمیا کې د تتار ټبرو لږکیو یو لوړپوړی استازی د روسیې په بلنه مسکو ته تللی دی.

د اوکراین سرپرست ولسمشر الکساندر تورچینوف وايي روسي مشرانو له خپلو اوکرايني سیالانو سره هر ډول خبرې اترې رد کړي دی.

ده د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې اوکراین به په کریميا کې پوځي مداخله ونه کړي، تر هغه چې د بیلتون لپاره ټول پوښتنې نه وي تر سره شوي.

وړاندې تر دې د اوکراين پخواني ولسمشر ويکتور ينکووېچ په روسيه کې ویلي و، چې دی لا هم د اوکراين قانوني مشر دی.

د کريميا پارلمان له روسيې سره د کريميا د يو ځای کېدو په اړه مثبته رايه ورکړې، خو دا بايد په ټولپوښتنه کې تاييد شي.

ورته مطالب