BBC navigation

د اوکراین چار سمبالی ولسمشر: روسیه باید د کریمیا پارونې ودروي

د خپريدو وخت: 21:42 گرینویچ - جمعه 28 فبروري 2014 - 09 کب 1392

اولکساندر تورچینوف روسیه د وسله والې شخړې په پارولو تورنه کړې

د اوکرایین نوي چار سمبالي ولسمشر اولکساندر تورچینوف روسیه تورنوي چې کریمیا ته یې پوځونه استولي او کییف وسله والې شخړې ته لمسوي.

په یوه تلویزیوني مرکه کې ښاغلي تورچینوف وویل مسکو غواړي منځمهالی حکومت لمسونو ته غبرګون وښيي او په دې توګه کریمیا جګړې ته ورګډه کړي.

د اولکساندر تورچینوف څرګندوني تر هغه وروسته راځي چې ځینې نا تایید شوي رپوټونه وایي روسيې الوتکو سلګونه عسکر سیمې ته لېږدولي دي.

وړاندې کریملین ویلی و چې ولسشمر ولادیمیر پوتین له لوېدیځو مشرانو سره په ټېلېفوني خبرو کې ویلي و، دا مهمه ده چې په سیمه کې نور تاوتریخوالي ته اجازه ورنه کړله شي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري روسيې ته په اوکرايين کې د پوځي لاسوهنې پر سر گواښنه اورولې ده.

ښاغلي کېري چې په واشنگټن کې غږېده وويل، ټولې خواوې دې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې حالات نور خرابولى شي.

"له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې ناسم تعبيرېدلاى يا ښويېدنو ته لار پرانستلى شي او يا د سولې او ټيکاو او د اوکرايين د اداري بهير دننه د سوله ييز لېږد له راوستلو پرته بل کوم اقدام وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري

ده باور څرګند کړ "لاسوهنه به يوه لويه تېروتنه وي" او پوښتنه يې راپورته کړه چې دا اوسنۍ پېښې په څه ډول "له ليکې اوښتل دي او که نه".

ده زیاته کړه په دې اړه قضاوت کې به "خورا احتياط کوي". نوموړي له ټولو خواوو وغوښتل "له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې ناسم تعبيرېدلاى يا ښويېدنو ته لار پرانستلى شي او يا د سولې او ټيکاو او د اوکرايين د اداري بهير دننه د سوله ييز لېږد له راوستلو پرته بل کوم اقدام وي."

د امريکا جمهوري پلوي سناتور جان مک کېن بي بي سي ته وويل چې لوېديځ ته په کار ده پر روسيه د بنديزونو پر لگېدو غور وکړي.

"که چېرې دا ادامه ومومي او روسيه کرېيما لاندې کړي، فکر کوم اقتصادي بنديزونه بې له شکه په هغو مسالو کې راځي چې بايد غور پرې وشي."

ښاغلي مک کېن د پخوانیو اقداماتو ګوتڅنډنه کوله او ویل یې چې "د ناټو پراخولو او د خپل توغنديز دفاعي سيستم د بيا فعالولو له پاره چې په چک جمهوريت کې مو ترې لاس اخيستى و، ډېر اقدامات روان دي."

سیمفروپول ته او له هغه ځایه الوتنې ځنډول شوې دي.

نا پېژناند وسله وال سړي د کریمیا پارلمان، مخابراتو او تلویزیون ودانۍ ته ننوتي او هغه یې نېولې دي.

بل لور ته د اوکرایین شړل شوي ولسمشر ویکتو یانو کوویچ په روسیه کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، دی نه دی تښتېدلی، لا هم د اوکراین ولسمشر دی او ځکه روسیې ته تللی چې ځان یې په خطر کې و.

نوموړي زیاته کړه تیار دی د اوکرایین را تلونکي لپاره مبارزه کوي او د هغو پر ضد به جنګېږي چې وېره او ترهګري را منځ ته کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .