عراق کې چاودنو د ۲۴ کسانو ژوند اخیستی

  • 5 فبروري 2014 - 16 سلواغه 1392
د عراقي حکومت شمېرې ښيي، چې یوازې په تېره جنورۍ کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې دا شمېره د تېرو شپږو کلونو د همدې مودې له شمېرو ډېره زیاته ده.

په عراق کې بېلابېلو چاودنو لږترلږه ۲۴ کسان وژلي او تر ۳۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

د چارشنبې پر ګهیځ د ډېرې خوندي زرغونې سیمې په هغه ځای کې یوه چاودنه وشوه، چې د بهرنیو چارو وزارت پکې پروت دی.

نورې چاودنې هم په هغه سیمه کې شوې، چې حکومتي ودانۍ پکې دي.

دوو موټربم چاودنو د بهرنیو چارو وزارت لړزولی، چې لږترلږه ۱۶ کسان یې وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

عراقي سرچینې او د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېری وژل شوي او ټپیان د یاد وزارت کارکوونکي دي.

یوه بل ځانوژونکي د بغداد منځ زرغونې سیمې ته څېرمه د کراده مریم سیمې په یوه هوټل کې ځان چوولی، چې څلور کسان یې وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د بغداد په منځ ساحة الخلاني سیمې ته څېرمه هم بلې چاودنې څلور کسان وژلي.

د تېرې سې شنبې په ورځ هم عراق کې یو لړ چاودنو لږترلږه ۱۳ کسان وژلي وو.

تېره ورځ د بغداد پر زرغونې سیمې یو توغندی هم لګېدلی و.

په وروستیو کې د عراق په کچه ناامنۍ ډېرې شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې بریدونو وېره خپره کړې، چې ګني عراق به د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو نامنیو ته ستون شي.

د عراقي حکومت شمېرې ښيي، چې یوازې په تېره جنورۍ کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې دا شمېره د تېرو شپږو کلونو د همدې مودې له شمېرو ډېره زیاته ده.

وړمه ورځ هم بغداد او څنګلورو سیمو کې د موټربم چاودنو لږترلږه ۲۳ کسان وژلي وو.

ورته مطالب