''د جنوبي سودان د کودتا تورونه بې بنسټه دي''

  • 30 جنوري 2014 - 10 سلواغه 1392
د تېرې څو اوونيو په نښتو کې سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور بې کوره شوي دي

د جنوبي سودان د ياغيانو مشر رېیک مشار بي بي سي ته ويلي، چې د ده او پلويانو پر ضد يې د خيانت لګول شوي تورونه بې بنسټه دي.

ښاغلی مشار چې اوس په تېښته کې دی، هيله من دی چې د دغه بحران د پای ته رسولو منځګړي به د ده د څلورو مهمو ملګرو د خوشي کول يقيني کړي.

شنونکي وايي دغه موضوع هغه اوربند ګواښي، چې تېره اوونۍ لاسليک شوی و.

تر دې وړاندې چارواکو اعلان کړی و، چې په ډسمبر مياشت کې د ادعا شوې کودتا د هڅې په تړاو اووه کسه تورن شوی دي.

اوسنی کړکيچ په لومړي سر کې د ولسمشر سلوا کيير او د هغه د پخواني مرستيال رېيک مشار ترمنځ يوه سياسي شخړه وه، چې د ډسمبر پر ۱۵مه راوټوکېده.

له هغه راهيسې تاوتريخوالی په يوه پراخه جګړه واوښت، چې د فرقه يي وژنو راپورونه هم ورسره مله وو

يوولس چارواکي وايي چې د واکمن ګوند د يوې ملګرې ډلې وتلې سياسې څېرې وې، د ادعا شوې کودتا پر مهال نيول شوي دي.

د نيول شويو څلور يې په خيانت تورن شوي او اووه نور يې چې د چارشنبې پر ورځ د کېنيا له ولسمشر اوهورو کينياتا سره په خبري کنفرانس کې راڅرګند شول، په کېنيا کې خوشي شوي دي.

د سې شنبې پر ماښام د جنوبي سودان د عدليې وزير وويل چې د خيانت تورونه به د څلورو هغو کسانو ترڅنګ چې لا له وړاندې په بند کې دي پر هغو دريو کسانو لګول کېږي چې په تېښته کې دي.

خو د ياغيانو مشر بي بي بی ته ويلي: ''شخصآ ما کودتا نه ده پلان کړې او زما هغو ملګرو چې اوس په توقيف کې دي له ما سره کودتا نه ده طرحه کړې. زه په دې اړه هېڅ دليل نه وينم چې موږ دې له دا ډول تورونو سره مخامخ شو''.

دی وايي: ''حکومت بايد د ادعا شوې کودتا او د اوسني بغاوت ترمنځ توپير وکړي''.

د سولې په تړاو خبرو ته چې تمه ده په فبرورۍ کې پيل شي، ښاغلی مشار وايي هيله من دی چې سيمه ييز منځګړي به خپلې هغه ژمنې پوره کړي، او هغه څلور کسه به خوشي کړي، چې لا هم په توقيف کې دي.

دی وايي: ''دغه ملګري يې د سولې په بهير کې مهم دي''.

ښاغلی مشار چې په تېر جولای کې د ولسمشر سلوا کيير د مرستيالۍ له دندې لرې کړای شو د ډسمبر له ۱۵مې په تېښته کې دی او د خپل ځای ځايګي په اړه مالومات نه ورکوي.

ورته مطالب