غربي استخبارات د اسلامي سخت دریځۍ پر وړاندې

  • 15 جنوري 2014 - 25 مرغومی 1392
مقداد زیاتوي، د لوېديځو امنیتي چارواکو او سیاستوالو ترمنځ په دې اړه اختلاف هم و، چې ګني د سوریې ولسمشر بشارالاسد دې له واکه لیرې شي او که نه.

د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مقداد بي بي سي ته ویلي، چې د لوېدیځو استخباراتو چارواکي دمشق ته د اسلامپالو سخت دریځو د ځپلو په تړاو د مشورې لپاره تللي.

مقداد زیاتوي، د لوېديځو امنیتي چارواکو او سیاستوالو ترمنځ په دې اړه اختلاف هم و، چې ګني د سوریې ولسمشر بشارالاسد دې له واکه لیرې شي او که نه.

د ویلو ده، چې د اسد د نظام پرضد د جنګېدونکو جهادي ډلو په منځ کې د نړۍ ګڼ اسلامپالي جنګیالي جنګېږي، چې په نړیواله کچه یې اندېښنه راپورته کړې ده.

اټکل دی، چې راتلونکې اونۍ سوري چارواکي د ژنیوا ۲ کنفرانس کې ګډون وکړي.

خو د سوریې مخالف ایتلاف تر اوسه په دغه کنفرانس کې د ګډون کولو هوکړه نه ده کړې.

خبریالان وايي، د حکومت ضد ټلوالې په لیکو کې اختلافونو د سوري حکومت دا باور ډېر کړی، چې ګني په روانه جګړه کې به بریالی شي، خو ښکاري چې له تېرو درو کلونو راهیسې په دې جګړه کې یوه خوا هم د بریا تر حده نه ده رسېدلې، بلکې د جګړې قربانیان تر ډېره ولسي وګړي دي.

مقداد بي بي سي ته ویلي، چې ګڼ لوېديځ حکومتونه په وروستیو کې پوهېدلي چې د بشارالاسد بدیل نه شته.

مقداد دمشق ته د برتانوي او نورو لوېديځو استخباراتو د مشرانو د کتنې په اړه وویل، چې "ډېر جزییات نه ورکوم، خو ګڼ یې دمشق ته فی الحاله راغلي".

هغه وویل چې ځینو لوېديځو حکومتونو دمشق ته د خپلو ديپلوماتانو د استولو غوښتنه کړې ده "هو، ډېرو حکومتونو غوښتنې کړې. طبعاً، ځینې یې د ژنیوا کنفرانس پایلې ته سترګې پر لاره دي، ځینې نور بیا احتمالات پام کې نیسي، ځینې نور بیا له موږ سره په امنیتي برخه کې همکارۍ ته چمتو دي؛ ځکه چې ترهګر له اروپا ترکیې ته استول کېږي بیا سوریې ته ننوځي او موږ ته لوی ګواښ جوړوي".

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، چې د دې استخباراتي راپور په اړه څه نه وايي، خو د بي بي سي د نړیوالو خدمتونو یوې لوړپوړې مشرې لیز دوسیت ویلي، ځینو سرچینو تایید کړې ده، چې د سوري او لوېديځو استخباراتي مشرانو ترمنځ ملاقات شوي.

لیز دوسیت وايي، له اروپايي هېوادونو سوریې ته د تلونکو اسلامپالو وسله والو ډېروالی په دې معنا دی، چې سوریه او لوېديځ یو شان وېره لري، خو دا لا جوته نه ده چې ایا لوېديځ به څرنګه له یوه داسې نظام سره همکاري وکړي، چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې اور یې په لوی لاس بل کړی دی.

د سوریې د ملي ټلوالې یوه چارواکي په وروستیو کې ویلي وو، چې د امریکا متحده ایالتونه او برتانیا له دې وېره لريو چې ګني د ټلوالې ملاتړ وکړي.

پر همدې مهال، کویت کې د چارشنبې پر ګهيځ د سوریې د بشري مرستو لپاره د پیسو راغونډولو یو کنفرانس جوړېږي.

ملګري ملتونه وايي، د سوریې د مرستې لپاره ۶.۵ میلیارد ډالر راغونډول پام کې لري.

باور کېږي چې له سوریې د روان کړکېچ له کبله نهه میلیون کسان زیانمن او غېزمن شوي دي.